متلونو د نړۍ د هرې ژبې د ولسي ادبياتو (فوکلور) يوه
مهمه برخه ګڼل کېږي او ولسي ادب د يوې ژبې په بډاينه کې ستر رول لري.
متلونه د پښتو په څېر د نړۍ په نورو ژبو کې هم د نثر او نظم په بڼه وي. يوشمېر
شاعرانو ځينې متلونه نظم کړي دي، خو د ادبياتو ماهرين بيا نيوکه کوي چې د نظم چوکاټ
کې د يوه متل اچول، د هغه طبيعي بڼه او خوند زيانمنوي. خو ځينې شاعران بيا داسې دي
چې شعرونه او ځينې بيتونه يې د وخت په تېرېدو سره د متل حيثيت خپلوي، مثلاً په پښتو
کې رحمن بابا يادولاى شو، چې ان نالوستي (بېسواده) خلک يې هم ځينې بيتونه د متل په
توګه کاروي.
په متلونو کې د يوې سيمې د خلکو رواني حالت انځورشوي، يا هم ټولنيز او اخلاقي
مسايل په خپله لمن کې رانغاړي. متلونه په لنډو جملو کې لويه خبره رانغاړي، له دې
کبله يې خلک په اسانۍ ذهن ته سپارلاى او يادولاى شي.
له اسيايي هېوادونو کې زيات متلونه سره مشترک دي، چې تقريبا په زياتو ژبې کې
ژوندي دي، خو د افغانستان ځينې ګاونډي هېوادونه چې له کلونو راهيسې د افغاني فرهنګ
د لاندې کولو لپاره يې مټې رانغښتي، د افغان ادب او فوکلور يوه لويه برخه خپلې ژبې
ته انتقال کړې او خپل مال يې ګڼي.
په هر صورت، متلونه د بېلابېلو عاطفي اړيکو د ټينګولو يوه اغېزناکه وسيله او په
غيرمستقيمه توګه ولس ته د يوه وچ نصحيت انتقال دى. وچ نصيحت مې ځکه وويل چې پر
زياتو خلکو نصيحت ښه نه لګېږي. متلونه په مجلسونو، شوراګانو او غونډو کې کارېږي، خو
هغه وخت پر خلکو زيات تاثير کوي چې پرځاى وکارول شي او د بحث موضوع تقويه کړي.
د قرغزستان خلک متلونه د خپلې ټولنې د اصلي اتلانو د رواني او روحي نړۍ انځورولو
او نړۍ ليد د څرګندولو لپاره کاروي، چې دغه متلونه له ټولنې او چاپېريال سره د دغو
اتلانو اړيکې هم څېړي.
د متلونو سرچينه ژوند دى، چې د انساني نړۍ يو مشترک عنصر دى، همدا وجه ده چې د
نړۍ په ګڼو ملتونو کې مشترک متلونه هم موندلاى شو. خو يوه عمومي موضوع چې په ټولو
متلونو کې موندل کېږي هغه په انساني ټولنه کې ځينو ټولنيزو او اخلاقي نيمګړتياوو ته
اشارې دي.
ځينې متلونه داسې دي چې تر شا يې اوږدې کيسې پرتې دي، چې يوازې ځينو کسانو ته
معلوم وي، په دې مانا چې دا ډول متلونه چې اوږد شاليد لري، په هره سيمه کې توپير
سره لري. ځينې شنونکي وايي د دغو مشترکو متلونو د خپرېدو يو علت مرکزي اسيا ته د
هند او اروپايي ملتونو کډه کېدل دي، چې بېلابېل فرهنګونه يې سره نژدې کړل. مثلاً
موږ په پښتو کې دا متل لرو:
له خپلې کمبلې سره پښې سمې غزوه.
دغه متل کټ مټ په روسي ژبه کې هم شته.
په روسي او انګرېزي ژبو کې هم دا متل شته:
انسان له خطا خالي نه دى.
متلونه اوس هم د جوړېدو په حال کې دي،
(آ)
آسان يې نالول چنګښو هم پښې پورته کړې
آس که ټکنى دى ، ميدان يې لنډ دى
آفرين دي پر انا سي چې د نوپوستکو څخه يې يوه غړکه پخه کړه
آفرين دي پر انا سي چې د نو غړکو څخه يې يوه غړکه پخه کړه .
(ا)
اختيار ستا خولۍ دي خپله ، کې پر سر اېږدې کې پر کونه ( تله )
اسپکى نه يم ، اخيستى يې يم .
اسمان يې تلتک ، مځکه يې کراسته ده
اسل ختا نه لري ، کمسل وفا نه لري .
الا بلا، به ګردن ملا .
امنا ده ذاکره په هغه لويه لاښي
انا مړه سوه او تبه يې وشکيده .
انتظار تر قتل بتره دى .
انسان په کار نه کم اصل کېږي .
انسان ، تابع د احسان .
انسان تر کاڼي کلک تر ګل نازک دى .
انسان د کاله خوښ ښه دى نه د ميلمانه
انسان کله درياب ، کله کرياب وى
انګور خوره ، غنم راوړه باغ دي خپل دى .
اوبه په ډانګ نه بيلېږي .
اوبه چې تر سر لوړي سي څه يوه لويشت څه يو نيزه .
اوبه خړوي او ماهيان پکښي نيسي .
اوبه د لوړي خوا خړېږي .
اوبو اخيستى ځګ ته املې وهي .
اور يې په اوبو کې بل دى
اوږ د رنځ د مرګ کرول دي .
اوسپنه چې ټکېږي ، لا پخېږي.
او س نو ته ښه سوې که د خيرک مور .
اوس يې سر ته دوې ګوتي نه رسېږي .
اوښ ته يې ويل دا غاړه دي ولي کږه ده ؟ هغه ويل کم ځاى مې سم دى چې غاړه مې کږه
بولې.
اوښ چې نه چو کېږي غڼ يې څوک پرې کوي .
او ګره په تلوار نه سړېږي .
اوګره مې درلېږل ، خو پاته نسوه .
اول ځان، پسې جهان .
اول ديوال ، پسې نهال .
اول سلام ، پسې کلام .
اول نوک ځاى پسې سوک ځاى.
(ب)[سمول]
باد يې دى دپاسه ، باران يې سمدلاسه .
باد يې دى د کښې ، باران دى په پسې .
بار پر ليڅو پورته کېږي .
بازاري د نان هوسي نارې وهي ، سارايي دي رواغ وايي سوړسک دى
بازۍ ، بازۍ نه چې د بابا په ږيره هم بازۍ .
باغ الو غيي ،وطن بيلرغو.
بجل نه وه ، بجل يې يوړه .
بخت چې دي وګر ځي ، د اوښ پر شابه دي سپى و داړي .
بد په سلام نه ورکېږي .
بد عمل دلاري غل .
بدمعامله ، بس معامله .
بدۍ په سل کلنۍ کې پشير له سي .
برخي ويشه ، مړونه ګوره .
بزه خپل په ښکرو نه درنېږي .
بلا وه ، برکت يې نه وو .
بل مه وهه په نوک ، تابه ووهي په سوک.
بل هر رنګ چې ورکوې ، خو د ورک رنګ مه ورکوه .
بن به دي تندى وهي، يور به دي لينګۍ وهي .
بنده او خپله کرونده.
بنده راسه دخداى خپل سه ، لکه پرځان هسي پر بل سه .
بن مې مړه ،کونه يې ژوندۍ ده .
بيدې بلاوي مه ويښوه .
بيره د مرګ کرول دي .
بيړه د شيطان کار دى .
بې زحمته راحت نسته .
بې زحمته راحت نسته زما وروره ، که راحت غواړې زحمت درلره بويه .
بې عقل دومره په بل نه کوي ، لکه په ځان .
بې عقل يا نه کوي، يا د خره کوي .
بې عمله سر کډو دى .
بيکاري هسي بلا ده ، هم د دين هم د دنيا ده .
بيله ما به يې شل نه کې
(پ)[سمول]
پام چې خوږ مې نه کړې ، که نه د اڅک مړي به بيا په هديره کې ونه وينې .
پټه خوله اقرار دى .
پخوا به ازميښتونه کال په کال وه ،اوس دم په دم دى .
پخوا به ميړانه په سيالي وه ، اوس سپيتانه په سيالي سوه .
پر اخوند ښوروا هم ډيره ده .
پر بدو ښه کول د ميړنو کار دى .
پر پليت بوټي سپى هم شاشې نه کوي .
پر تا وده بازار چې راسې ، پر ايمان وبيرېږه.
پر خره سپور دى خر يې ورک دى .
پر دوو هندوانو مه درېږه .
پردۍ موچڼه په پښو کې له ورايه معلومېږي .
پر دې نه ژاړم چې انا مړه سوه ، پر دې ژاړم چې مرګ را اموخته سو .
پر دې نه ژاړم چې بابا د کلي ملک سو ، پر دې ژاړم چې کلى له سړو خالي سو.
پر ښو تلوار ، پر بدو تامل .
پر ليونۍ د ميړه او د ليوره کور يو دى
پر ميړه يو کال خواري وي ، پر سپي سړي تل تر تله .
پر و به مې ته دروې ، را وا يي يې څوک؟
پر وچه اوبازي نه کېږي .
پر هغه چا دي شپه سه ، چې ميلمه يې نوى ليدلى .
پرې به دي نه ږدم د لالا په زور .
پړ مې که ، مړ مې که .
پړى پر نري ځاى شکېږي .
پز پرې کړي که شرم درلودلى ، د چړې نوم به يې نه اخيستلى .
پسله ګوزه چارزانو ګټه نه لري .
پښې دي د خپلي کمبلي سره سمي غزوه .
پک تر پکه،نو نه چې ما غزه يې ښکاره وي .
پک نه پر سر تار لري، نه په چا کار لري .
پک نه سر لري ، نې په چا خريي .
پلار دي سپرو مړ کى که پلو ؟ چې زما د ښې يې راويست څه سپرو وژلى څه پلو .
پلار يې مړ سو په پروړو کې ، زوى يې ګرځي په ګوزو کې .
پلانکى لکه مز دور ماى په سلو بڼو کېږي .
پنډ خوارکى څه لري؟ ،نرى په هډ ماغزه لري .
پور چې ځنډنى سي ، خور دنى سي .
پور دي پور ، منت دي نور .
پوره ، ورک دي کړه دوه کوره .
پوښتنه عيب نده ، نا پوهي عيب ده .
پوله يې په ژړا کړه ، اوبه يې په خندا کړه .
په اما نت کې خيانت مه کوه .
په پاليزه کې ښه هندوانه ، د شکاڼه په برخه وي .
په پردي وطن کې ګوز واچوه او تر تير سه .
په پک چې پوسخند وهې ، وا څوڼوره.
په پوښتنه سړى مکې معظمې ته تلاى سي .
په تيرو پسي مه ګرځه .
په جنګ کې الوا نه ويشل کېږي .
په خر توب يې شر مېږي ، په ليوني يې تيروي.
په خره يې وس نه رسيدى، پر پالانه يې راکش کړه .
په ځان د بلدى د ګور وان کانه مه کوه .
په دوو ستر ګو ځان ويني په يوه سترګه جهان
په ډيرو يې ليوني خوشحاله کېږي .
په ډيري کې خوره ، په لږي کې ويشه .
په زهيرو زړونو ګوتي مه وهه .
په ساعت تيري کې بنګړي ما تېږي .
په سترګو ويني ، په زوى لوړي .
په شپشتو کې واښه مه کوه .
په شلو مبو که چا غيدلاى، غړکه به چاغه سوى واى .
په ښودريدلي ، ډير ننوځي .
په غڼ ( غولانځه) کې هډو کى مه لټوه .
په کور کې نه کوک نه پياز، ارږى د واز .
په ګورم کې يې خر نه درلود ، د ګوروان سر يې ورمات کى .
په مرګ يې ونيسه ، چې په تبه رازي سي .
په نره راته وايه چې مد المه ، په نره درته وايم چې ميرى.
په نن پسي سبا سته .
په نه کتاره اوښو کې يو جونګى نه سمېږي .
په نيستۍ کې سستي او په هستۍ کې مستي مه کوه.
په هر څه کې د ځان تيشه مه وهه
په هغه واله کې چې اوبه تللي وي بيا هم ځي .
په هيره خو روژه هم نه ماتېږي .
په يوه چپلاخه ( څپيړه ) د سلو مخ خوږېږي .
په يوه ځين کې دوې کوني نه ځائېږي .
په يوه ګل نه پسرلى کېږي
په يوه لاس مخ نه مينځل کېږي .
پياز دي وي ، په نياز دي وي .
پيري ته غزنى څه دى ؟
پيښه خو پيښه ده ، خو رامعلومېږي نه چې په جلال الدين کې ده او که په رازالدين
کې .
پيل چې مړ هم سي ، په نس کې يې يو ځنګون اوبه ولاړي وي
پيل دى ، په خولپه تړلى .
(ت)[سمول]
تباره خو هغه تباره ده ، منګر خوله د ملا عثمان غواړي .
تر اوبو دمخه ګاولي مه کاږه .
تر باش تيره ده ، د چو ږغ پر کوه
تر بد څيري ، خراب ګنډلى ښه دى .
تر بره ته بې وروره ، ورور ته بې زويه مه سې .
تر بور د تيارې موږى دى .
تر بې عقل دوست هوښيار دښمن ښه دى .
تر بيکاري، بيګاري ښه ده .
تر پښو لاندي مځکه مه ګوره .
تر خوړلي يې اميد ښه دى .
تر سل ځله او ريدلي ، يوه پلا ليدلي ښه دي .
تر کاڼي د بيزو کار نه دى .
تر کورني سړي کښته خر ښه دى .
تر لويو کورو زياتېږي ، تر لويو خړو نه زياتېږي
تر مړه زمري، ژوندى ګيدړ لاښه دى .
.تر مزد يې شکردانه ډيره سوه .
تر ننڅه ګټه ،ترت تاوان ښه دى .
تر ننڅه ولاړه ، خړپ نړيدلى ښه دى .
تر ورخ تيري اوبه بيرته نه راګرځي .
تر يوې خرما ، دوې وڅکي ښه دي
تشه لاسه ،ته مې دښمن يې .
تو په شونډانو کېږي .
تور ديب پر چونګوښه مين سو .
توره لنګى زما پر سر ، غم يې د لالا پر سر .
توره لنګۍ زما پر سر ، غم يې د جولا پر سر
توغى يې ګټۍ ، نيغى يې بايلود .
ته يې هم سکڼې ، هم يې رغوې .
ته ښه سړى يې، د لالا دي مور غيم .
ته نو دخره ده منې او زما ده نه منې .
ته نو هم خداى غواړي ،هم خر ما .
ته هم اسيوان زه هم اسيوان ته ما ته وايې غزل راته ووايه
تياره يې غواړه ، د ياره يې غواړه .
تير پر تير ، هير پر هير .
تير پر تير ، هير پر هير ، هوښيار نه ګرځي په تيره پسي ډير .
تا وان دي کېږه ، رنګ دي مه ښه کېږه .
تر تبر يې لاستى دروند سو .
تر خبرو يې وپوهيدې ډيره ده .
تر خه وخوره ، منګر وايه يې مه .
تر ده يې نوم لوړ دى .
تر کونه يې کلات معلومېږي .
تريخ غړپ دى تير به سي .
تنباکو سايه غيي ، زردکه همسايه .
تو سوي ناړي بيرته نه څټل کېږي .
(ټ)[سمول]
ټمبه ته يو ګوز هم غنيمت دى .
ټوله لکه ماش پر يوه خوا لغړي .
(ج)[سمول]
جنت د مور او پلار تر تلو لاندى دى .
جنګ پر کوچني کېږي ، يا پر سپي .
جولا سوى نه وو ، بيا يې نيچې غلا کولې .
(چ)[سمول]
چاړه چې د سرو زرو سي ، په نس کې نه وهل کېږي .
چپه يې وهه ، چې راسته راسي .
چر سي زوى ، نه زو ى .
چغول و کوزې ته ويل سورۍ .
چرندک په خوب کې پښې اسمان ته نيسي ، واي که نړيدى پر پښو به مې تکيه سي .
چي ابا ، هغه سي يې کبا .
چي ادې ، هغسي يې پايڅې
چي اړ سوې و خره ته به وايي چې بابا!.
چي اړ سوې و هندو ته به وايي چې ما ما ! .
چي اړ نسې ،وړ به نه سې .
چي اوبه لوړي تر خولې سي ، شيرين زوى لاندي تر پښي سي
چي اوسې ، په خوى به دهغو سې .
چي بد کوې ، بد مه مومې
چي بد ګرځي ، بد به پرزي .
چي په اخير کې يې مرداره نکړي پښتون نه دى
چي پلار يې بړيڅ نه وي ، زوى يې نه فتح خان کېږي .
چي پر ما وار راغى ، د هاخوا يې پلار راغى .
چي په بازار کې دي خوراک ښور وا وي ، نو کور ته به څه خورې .
چي په خندا کې خورې ، نو يې خوره .
چي په ځان کې ويني ، په جهان کې ويني .
چي په کاسه موړ نسوې ، په څټلو به يې هم موړ نسې .
چي په ګرانه دي رانيولي وي ،په ارزانه يې مه خرڅوه .
چي پياز ونه خورې ، د خولې دي د پيازو بوى نه ځي .
چي تر ملکه دي کړه ، نو ورکه دي کړه
چي تنګ سي ، نو په جنګ سي .
چي تور نه مري ، بور هم نه مري .
چي جنګ سوړ سو، ميرى تود سو .
چي جنګ نه کوې تر ځان لو ډبره اخلى .
چي چنګښه وايي قر ، تره کى وايي مقر
چي حج حج لري ، عاقبت به حاجي سې .
چي خان يې ، په ياران يې چې ياران نه وي توري خاوري د بيا بان يې
چي خپل کړې يې سپيتانه ، ځيني ځغلي تل ميړانه .
چي خداى يې پري وهي مړونه يې راګرځوي ، چې مړونه يې پري وهي خداى يې نه راګر
ځوي
چي خداى يې ورکوي ، دا نه وايي چې کور دي چيري دى ؟.
چي خر نه لري ، خر نه ارزې .
چي څه کرې ، هغه به رېبې .
چي ځوان وايي بد په ايسي ، چې زوړ وايي ذهين رسى .
چي ځوان وم ، د هري چټي يار وم .
چي داسي يار لري ، نو خود به نر راوړي .
د درانه بارونه وړي خوراک يې ځوز دى ،چي اومه کاکونه خوري چارياک يې ګوز دى
.
چي د راوړلو يې نه وې ، نو ډکيدلې ولي ؟.
چي د خان يې د برکي سدرۍ وي ، د سيمه دار به يې څه حال وي ؟
چي ډب نه وي ، ادب نه وي
چي ډيرى سي ، مر دارى سي .
چي روژه سي ،لوى لري به ښکاره سي .
چيري چې زړه ورځي .، هلته پښې ورځي .
چي زما په ډوډۍ څه سي ، هغه زما د مور ميړه سي .
چي زوړ سوم ، اوس د هري ګادړي دپيغور سوم .
چي زوړ سو ، نو پرو ړ سو .
چي زه بې خاونده يم ، پر دنيا دي مړوښه نه وي .
چي سر دي نه خوږېږي ، داغ يې مه اېږده .
چي سهار وختي بيدار دى ، که غل وى زما يار دى .
چي ښۀ کوې ، ښه به مومې .
چي غر ، هغسي يې کر بوڼى
چي غل نه تښتي ، مل دي و تښتي .
چي غل نه يم د باچا څه نه بيرېږم .
چي غوږ ګران وي والى يې هم ګران وي .
چي غول خوري ، کاچوغه په ملا کې وهي .
چي ګوډېږم ، داغسي دي رغېږم .
چي لاس و درېږي ، خوله هم درېږي .
چي لالا سوى وو داسي وار ى يې نه وو کړى .
چي لرې يې خوره ، کنه مره .
چي له ياره ژاړې ، له ځانه ژاړې .
چي مالګه يې وڅکې ، نمک دان يې مه ماتوه .
چي مال يې ورک سي ، ايمان يې ورک سي .
چي مرئي لرې ، مربا به خورې .
چي مرغه غوندي رپېږي، تر نصيب به نه تيرېږې .
چي مرګ سوى وو داسي مړي يې نه وو کړى
چي مړ سو ، نو پړ سو .
چي مړونه وي ، هلته کورونه وي .
چي مشر يې غمبر ( قمبر) وي ، اختر يې ماځيګر وي .
چي ملا وايي هغه کوه ، چې ملا يې کوي هغه مه کوه .
چي مور ميره سي ، پلار پلندر سي .
چي نر يې په چارښاخه راوړي ، ښځه يې په جارو کې وړي .
چي نه پوهېږي ځوان مال کوه .
چي نه کار په هغه دي څه کار .
چي نه کوي حبيب ،څه به وکي خوار طبيب .
چي نه لرې سړي ، مه کورت خوره مه غوړي .
چي نې خورې ، ولاکې تمامه کې
چي وخت د ښکار سي تازي غول ونيسي .
چي و دي خوړ نعمت ، بيا ادا کړه شکريت .
چي ورور يې نه کړې پر سپور بې نه کړې .
چي ولاړ سې ولاړ سي، بير ته به د لالاو سپيره ته راسې .
چي ولري سړي ، هم به کورت خورې هم غوړي .
چي وې غواړې په خوله، نو وبې خورې په څه؟.
چي وې نه خورې پر سر ، په څه به سې خبر .
چي يو لور يې تر ملا وي، نه ځيني رغېږي .
چي يې ټينګه اراده وي ، تل په غم کې مستانه وي .
(ح)[سمول]
حساب په مثقال ، بخشش په خروار .
حق ورکول کېږي نه ، اخيستل کېږي .
(خ)[سمول]
خان ! کښينه که ونه خورو و خو به وينو .
خبره له خبري پيدا کېږي .
خبري ښې کوې ، لکۍ يې کږۍ کوې .
خبري ښې کوې ، مګر عمل يې خرو خوړلى .
خپل چنګول يې ګرو دى ، دى د بل په پايګاو پسي ګرځي .
خپل حق د زمرى له زامي وکاږه .
خپل د يې وجاړه ، دا د بل پر در ولاړه .
خپل عمل، د لاري مل .
خپل عيب د وږو منځ دى
خپل غوږ ناکتلى په سپي پسي مه ځغله .
خپل که دي مړ کړي ، لمر ته دي نه غورځوي .
خپلوان بۀ سره جوړ سي ، دو راباڼي به مخ تور سي .
خپله خوله هم کلا ده هم بلا .
خپله د خو مې خپله ده ، د بل د دي خداى راخپله کړي .
خپله لاسه ، ګله لاسه .
خپله نيک بختي د نورو په بد بختي کې مه غواړه .
خداى په رښتيا خوښېږي .
خدآى د کرآري مل دى .
خداى د کلۍ او ښکروري کسات هم کاږي .
خداى دي په هغه چا مه وهه چې وهل يې نوي کړي .
خداى دي داسي شر پيښ کړي ، چې زموږ خير پکښې وي .
خداى دي مو بې خپله کافره نه کړي .
خداى دي هغه پخوانى کفن کښ وبخښي .
خداى وايي: ته حرکت که ، زه به برکت کم .
خداىه ! آسان دي هغو ته ورکړي چې د ناليدو يې ندې .
خدايه ! ته مې بزې وهه ، زه به دي روژې وهم .
خدايه! ژوند دي د سپي راباندي تير کى ، اجر به د سړي راڅخه اخلې .
خدايه !لوى مې کې ، لويي رامه کې .
خر چې مکې ته بوزې ، هغه خر دى .
خر دي چابک کور دي نژدې دى ، که پاته کېږې خوښه دي خپله .
خر کاري هم هنر غواړي
خره ته دي خداى ښکر نه ور کوي ، که نه دغويو نسونه به څيري کړي .
خره ته يا سکوت دى يا متار .
خر يې اوله خپل پر مور زده کوي .
خړو مړه که ، خړو بيده که .
خزانې په خرابو کې دي
خوار تلتک نه وو ليدلى ، چې پيدا يې کى تر څاښته پکښي بيده وو .
خوار ته يې ويل څه دي کم دي ؟ هغه ويل اوبۀ او لرګي ، ويل دا مسکين که خداى کړې
دا بېغيرته نو چا کړې ؟
خوار سړى ابلک يې سپى هغه هم خر وړى .
خواره سې مکاري ، هم جنګ کوې هم ژاړې .
خواړه د رنګه خوړل کېږي .
خوريي د ماما د ميني د ښمن دى .
خوښه ستا که ما کوې ، که لالا کوې ، که ما .
خو نه که مو وسوه ، ديوالونه يې پاخه سوه .
خير خلاص ، غاړه وتلې.
(څ)[سمول]
څاڅکي ، څاڅکي درياب سي .
څرخ و څرخۍ چوغکه والوته ! والوته ، څرخ وڅرخۍ توتکۍ والوته ! والوته ، څرخ وڅرخۍ انا والوته ! والوته .
څو ک تر خوږ ګوته مه نيسه .
څوک چې پيلان کوي، دروازې لوړي اېږدي .
څوک يې پر غولي نه پرېږدي ، دى د کور پاى ته تيرېږي .
څو ک يې په غاښ مستي نه ما توي .
څوک يې په کلي کې نه پرېږدي ،دى د ملکۍ دعوه کوي .
څه انا زړه ، څه چاړه تيره .
څه چې ته کوې ما هغه هير کړي دي .
څه چې ځان ته خوښوې نوروته يې هم خوښوه ، چې ځان ته يې نه خوښوې نورو ته يې هم
مه خوښوه .
څه چې تيار دي ، هغه ديار دي .
څه دي کول، چې پلار او نيکه دي کول .
څه رامه که ، زړه مې ازار مه که .
څه وهلي ، څه پري وهلي .
(ځ)[سمول]
ځاى سته ، جولايې نسته .
ځنګل چې اور واخلي وچ او لانده دواړه سوځي .
ځوان پر غړي ، زوړ پر لري .
ځوان متلي ، پيغله نکلي مه سي .
ځواني ده ، حيواني ده .
ځيرک ښکاري په يوه ټک دوه نښانه ولي .
(د)[سمول]
داسي مه سه چې واي خداى منم ، رسول منم ، امر يې نه منم .
داسي وکه چې نه سيخ وسوځي نه کباب .
دا ګز ،دا ميدان .
دا لنډ واټن ، او دومره زياته ګټه ؟.
د انا دغونه اوګره وه چې په څټلو کې تمامه سوه .
د انسان لاس لکه سره زر دى .
دا نو دواړه د يوه خره غوږونه دي .
د اور زور د نغري پر کومي وي .
د اوښانو بيګار وو ، کيدړي هم ځغاستې .
د اوښ پر شا داسي ډيري ډمامې وهل سوي دي .
د اوښه يې پرې که ، په اوښ يې پوري که .
دا ير سنا کو ورکړه په کم کاڼي او څيري ترازو وي .
دا يې کواله (قباله ) په چا يې منې .
د بابا د غونه ږيره وه چې په تاويزو کې ولاړه .
د باچا باچاهي ځي ، د مزدور مزدوري نه ځي
د بارانه ځغاستى ، تر ناوې لاندي يې شپه سوه .
دباندي ښويکى، د لاندي غربينى .
د بخت ځآى يې ، بې بختۍ نيولى .
د بخيل کاسه چپه ، لاس يې تور ، خوله يې سپيره .
د بدو پاى خراب دى .
د بدو پاى روغه جوړه ده . .
د بزې چې کونه کا کوي د چو پان ډوډۍ دي وخوري .
د بسوګى واده مه ځيني جوړوه .
د بل پر کور سل ميلمانه څه دي ؟
دبل په جيب شرط مه تړه .
د بل په خبرو د شپيشتو درختي ته مه خيژه .
د بل په شکنې غوږونه مه سوځه .
د بل په کونه ځي په کادانه ځي .
د بل په وټ کې درې ، درې مه لره .
د بل تر زوى خپله ړنده لور ښه ده .
د بل جنګ نيم اختر دى .
د بل د ښور وا په هيله ډوډۍ مه وړوه .
د بل ښې نيمه خوا دي ، که د ادې که د بابا دي .
د بل غم تر واوري سوړ وي .
دبل کار د ايمان په رڼا کېږي .
دبل کټ تر نيمو شپو وى .
د بني د مې يو ، خو سور سمبه ور دى .
د بې دينه په ژبه لا مذهبه ښه پوهېږي .
د بيکاره ،خداى بيزاره .
د پخلا دښمنه ځان ساته .
دپلار ګټلې زوى ته اسانه ده .
د توري ټپ رغېږي ، دخولې ټپ نه رغېږي .
د تيارې غم په رڼا خوره .
د ټګ په يوه لاس کې قرآن ، په بل لاس کې يې متار وي .
د ټګ سر دلته او کونه يې هلته وي
د ټګمار په خوله يوه په زړه يې بله وي .
د ټنډي زور پر خپله کونه وي .
د جنګ خوږې خبري ، ساعت يې تريخ دى .
د چا عيب مه وايه، څو عيب دي ونه ويل سي .
د چر سو مردار سنګ مه جوړوه .
د حقه ځغلو ، فتنې مو خوښي دي .
د خپل خپلوي ښه ده ، نژدېکت يې ښه نه دى .
د خپل کور پير چاته نه معلومېږي .
د خداى تر لعنت د بنده لعنت بد دى .
دخداى داده سره سيالي مه کوه .
د خره څخه د شخوند هيله مه کوه .
د خلکو زور ، دخداى زور دى .
دخوار په لاس کې غلمينه ډوډۍ عيب ده .
د خوار د ياژړا ده ، يا ښرا .
د خوار کبرجن ، زاړه زناکار او زورور درواغجن څخه ځان ساته
د خوړو خوند په مالګه ښه کېږي که د مالګي خوند خراب وي په څه به ښه سي .
د خيرات په وخت کې د يتيم پزه ويني سي .
. د درانه پيټي پروامي نسته ، د خره په لکۍ پوري تړل مې زوروي .
د درواغو مزل لنډ دى.
د دښمن په قسمو مه تير وزه .
د دښمن کره ورځم ، دوست مې ګرو دى .
د ډاله ږغ دلري ښه اوريدل کېږي
د ډيري لرګى ، د يو ه غزى .
درواغجن د خداى د ښمن دى .
درواغجن دي درواغ وايي ، رښتيا ګوى دي قياس پرکوي .
درياب د سپي په خوله نه مردارېږي .
د ړندو په ښآر کې يک سترګى باچا دى .
د زرو قدر د زر ګر سره وي .
د زرو کاسه چې د کوچني په لاس ورسي ، دخاورو به يې ډکه کړي
د زورور مخ او د خره شاته مه تيرېږه .
د زورورهغې ول نه لري ،بخۍ دى .
د زورياري ، د خره سورلى .
د زوى مور مې کې ، محتاجه مې مه کې .
د ژرندي زه راځم ، د ميده وړو حال دى لري .
د سارا غم به راوړم کورته ، دکور غم به چيري يو سم ؟.
د سپي سړي اورته ،په هر چا ده ملامته .
د سرنا چې د يو پودى .
د سلو کالو وږى ، په سل کاله نه مړېږي .
د شاليو تر لو وروسته يې ټولي اوبه ستا .
د شپې بند اوبه وړي .
د شرمښ چيچى نه خانګى کېږي .
د شرميدلي څخه اوګره چپه سوه ، ويل په نصيب مو نه وه
د شلو کارګانو يوه ډبره دواده .
د ښار دروازې تړل کېږي ، د خلکو خولې نه تړل کېږي .
د ښو غوښو ، ښه ښو روا وي .
د ښو واښه زېږي ، د بدو ښه .
د صبر کوټي درنې وي .
د ظلم پاى خراب دى .
دعا دولي قبلېږي ، يا د ناولي .
د عالمه سره غم نه غم دى .
د عقل وږى، د دنيا موړ نسته .
د غړکي په څيرلو نه کېږي ، غوا يې ووژنه .
د غزه سکور ، دهرات سپور غيم .
د غله مور يا ويني خوري ، يا د لم سپيني .
د غنمو له رويه ، چغک ( ځوز ) هم او به سو.
دغولو منګى د نورو پر سر مه چپه کوه .
دقاضي خپل بد تر غوږو وه ، نورو ته يې نصيحت کاوه .
د کار ميرمن په وچه غوا شيدې کوي .
د کبر کاسې يا توري دي يا نسکوري دي .
د کراستي په کمربند ملا مه تړه .
د کمبلي پر يوه سر غم ، پر بل سر يې ښادي وي .
د کوټه له برکته ،چغاله په کور کې راته لنګه سوه .
د کوڅې غول پر ليونۍ تاوان دي.
د کور خاوندته وايي پام کوه ، او غله ته وايي پر ورځه .
د کور د خپګان او د کلي له بدۍ څخه ځان ساته .
د کور زمرى ، د سارا چغال .
د کور غل نه نيول کېږي .
د کور ګټه ، دلاهور ګټه .
د کونډي نه دين سو ، نه يې غڼ .
د کونډي يو ميړه دنيا ده .
د ګنګي په ژبه خپله مور ښه پوهېږي .
د لالا مې تر کور خواجه پاکسار خوښ دى .
د ليوني څخه يې مه غواړه ، مه يې ورکوه .
د ليوني ډول بې صرفي وي .
د مچ کونه ، د کاچوغي لاستى .
د مچه سره سيلاوه مه ګرځوه .
د مرور برخه ، کونه ور خوري .
د مسافر د ورځو مه پوښته ، د خير يې پوښته .
د مستۍ ميچن ده ، چپه ګرځي .
د ملا صاحب من يې پوره نه کړ .
د موزي د نيا، غازي خوري .
د مېږو چو پاني د شرمښ په لاس مه ورکوه .
د مېږي چې اجل پوره سي په الوتلو پيل وکړي .
د ميلمه جواب پاتى دى .
د نر ميړه ، پور وړى دى .
د نن کار سبا ته مه پرېږ ده .
د نه زويه مينه نه پاتېږي ، د سپي زويه پاتېږي .
دنيا په اميد خوړل کېږي .
دنيا چې ډيره سي ، و زړه ته تيره سي .
د نيا چې راتله ځاى ورکوه ، چې تله لار ورکوه .
د نيا د زړه سره ښه ده .
د نيا هيچا نده پاى کړې .
دنيا يو په بله ده .
دوران ، پر هر ګوروان .
د ورغوي تڼاکه ملغلره ده .
دوږخ که تود دى که سوړ ، زموږ ورته مخ دى .
د وږي سترګي ،په ديګ دان کې وي
د وږي سترګي په سترخوان کې وي .
دوست به دي و ژړوي ، د ښمن به دي و خندوي .
دوست په راحت او سختۍ کې تجربه کړه .
دوست ته حال وايه، د ښمن ته لاپي .
دوستي د سلو کالو لار ده.
د وطنه ووزه .، دنرخه يې مه وزه .
دوکان ،دوک دى يا کان .
د ولي ، د ميوې هيله مه کوه .
دومره ښه وکه ، چې د بدو توان يې درسره وي .
دونه يې هغه مړى نه وو ، لکه ژوندو چې پسي ژړل
دوه پک ، هغه هم سره ورک .
دوه که مچان سي ، د يوې بلا تمام سي .
دوه وروڼه ، دريم حساب .
دوه وږي چين په يوه وټ کې نه سره چلېږي .
دوې هندوانې په يوه لاس کې نه ځائېږي .
د هغه چا مه بيرېږه چې د خداىه بيرېږي ، د هغه چا و بيرېږه چې د خدايه نه بيرېږي
.
دى چې ما ويني چاړه نه ويني ، چې چاړه ويني نو ما نه ويني .
دى خپله چاړه په اوبو کې ويني .
دى لا تر اوسه پر هغه پخواني خره سپور دى .
دى لکه د جنت مرغومى په هر کور کې ايله دى .
دى لکه د هندوانو مومن ( کوچنى )د دوږخ او جنت تر منځ پروت دى .
دى نو اول لري ، اخير نلري .
دى نو پر تړلي دوکان حواله ورکوي .
دى نو په جنګ کې نرخ معلوموي .
دى نو په ويښه خوب ويني .
دى نو خر د باره سره په ګڼده وهي . .
دى نو د مړه څخه کونه غواړي .
دى نو کونه او پرتوګ په جنګ ( شر ) سره اچوي .
دى نو وارى کوي ، او لاس تر شا نسي .
ديوال ته يې ويل څونه عمر لرې ؟ځواب يې ورکړ د کاګله پوښتنه وکړه .
ديوال چې د تاداوه کوږ سو ، بيا نه سمېږي .
ديوالونه هم غوږونه لري .
د يوه زيان ، د بل تکيه
د يوه زيان دبل تکيه سوه ، ځکه ورانه مو چاره سوه .
د يوه لاسه ټک نه خيژي .
د يوې شپږي لپاره ، ټول پوستين مه سوځه .
د ى يې تر شير په ښور وا خوشحاله دى .
دى يې تر ويش په سر شکوني خوښ دى .
(ډ)[سمول]
ډبره اخلي ، لړم غواړي .
ډبره چې پرته وي ، هلته درنه وي .
ډبره چې پر خپل ځاى پرته وي ، سنګينه وي .
ډبره د يتيم له سره نه چپېږي .
ډکه کاسه چړپېږي .
ډوډۍ که دبل ده ، نس خو دى خپل دى .
ډول د ليوني په لاس ورکه ، هغه يې بې صرفي وهي .
ډير نازولي ، سخت خوارېږي .
ډيري خبري د قرآن ښي دي .
(ر)[سمول]
راست اوسه ، ناست اوسه
راستۍ زيوال نه لري
رضا يې کړه ، ملا يې ورماته کړه .
رند دي خپله رندي کوي ، د شوده ملګرى خداى دى .
رنګ دي دغله ، ناست يې پرڅه
روژه مو ( شورت و شپاړس کړه ) شل او نه شپې يې لا سته دى . .
روغ صورت نيمه پاچاهي ده .
(ز)[سمول]
زامن تارياکي ، دوه په يکي .
زر زرګر ټولوي ، خبري در ويزه ګر .
زړه پر زړه دى .
زړه چې مين سي ښآيست نه غواړي ، خوب چې درسي بآلښت نه غواړي .
زکات د مال خيره ده .
زما پور دي پر کارګه وي ،د کارګه مرګى دي نه وي .
زما يې ستا په پلار څه ، زه خپل يا سين پخوم
زما يې غاړه، ستا يې چاړه .
زما يې لاس ، ستا يې ګريوان .
زموږ د يوه کاکړي ده .
زور غالب نه لري .
زور غونډۍ هواروي .
زوړ سوې ، د جمعې ورځ دي ونه پيژند له .
زوړ يار ځين کړى آس دى .
زوى چې لا په تاويزونو سو پسي ايله کوه يې .
زه او ته سره راضي ، څه به وکي خوار قاضي .
زه پور غواړم ، دى نور غواړي .
زه د کوني قبر په هديره کې پيژنم .
زه دي بآغ نه وينم ، تا وا تارو درغى .
زه زړه په لاس کې ورکړم ، دى واي پښتورګى دى .
زه ستړى ، ته ناخوښه .
(ژ)[سمول]
ژبه اوږده ، لاسونه لڼد.
ژرنده که دپلار ده ، هم په وار ده .
ژر يې را ملا که ، کډي مو بارېږي .
(س)[سمول]
سپمولې ، سپو خوړلې
سپي ته يې ويل چغه ، دڅښتن درويه .
سپۍ چې هډوکى خوري د خپلي کوني سره سلاح کوي .
سپى د اوښ په سوري تلى ويل دا سورى زما دى .
سپى دي وي ، ژوندى دي وي .
ستا ده نو د مړې خوا سودا ده .
ستا وار سپي وخوړ .
ستا يې خپله ، زما يې خپله .
ستا يې قدم ، زما يې ليمه .
ستړو و ګټل ، هوساوو و خوړل .
ستړې ورځ دوست نه لري .
سر په مال ساته عزت په دواړو .
سر چې د شال لايق وي د ملتانه ورته راځي .
سر څه په يوه لوټۀ سپيره ، څه په سلو .
سره پينه غوآړي ، مالګه څکي ؟ .
سلا دي غواړم په قول دي نه کوم .
سل خره په سويه کې ښه دي ، نه يو ... په دايره کې .
سل د زرګر ، يو د ګګر
سل ديي ومره ، يو دي مه مره .
سل روپۍ پور کړه ، د ژمي شپه پر کور کړه .
سل سرونه خشتوي ، يو سر خريي
سل سرونه خشتوې ، يو هم خريلاى نسي .
سل سمنده ښنده ، دا بله سه (څخه ) ځان ساته .
سل واره يې ګز که ، يو وار يې يوسه .
سل يې غواړي ، يو يې وړي
سل يې مړه کړه ، لا يې بدي نه بولي .
سمه پوښتنه د هغې نيمايي ځواب دى .
سوداپه رضا ، خيښي په خوښي .
سيالي د نيکو ښه ده نه د بدو .
سيرلى پوست سوى ، په لکۍ مانده دى .
(ش)[سمول]
شرمښ د خدا يه څه غواړي ؟ باد و باران .
شرمښه دي شيدې راکي زما مور ده .
شرم مې کوت ، بيخ مې خوت
شريکي خر شرمښآن خوري .
شکوڼ (سوى ) که حلال دى ، رنګ يې د مردار دى .
شلومبې چې وچښې ، کاسه يې تر سر لاندي کړه .
شناخت به کوو ، کور ته به نه سره بيا يو .
شنه ګړنګ مې بهيده ، چې خداى راکړه ستا يې څه ؟
شنې په غلا نه چيچل کېږي .
شيدو سوى ، مستې پوکي .
شيطان لا د مړي لاس اخلي .
شين د شانه معلوم وى .
(ښ)[سمول]
ښه پر دې دنيا دي
ښه خوى د زړونو ښکار کوي
ښه د بدو تومنه ده .
ښه د درياب پرماهي هم نه ورکېږي.
ښه دي هم د ځان دي ، بد دي هم د ځآن.
ښه عمل به دي سلطان کړي ، بد عمل به دي په ځان پوري حيران کړي
ښه عمل به دي نيکنام کړي ، بد عمل به دي بدنام کړي
ښه عمل د لاري مل .
ښه مه پر زاړه کړه ، مه پر واړه .
ښه مه کوه بد به نه در رسېږي .
ښه وکه و درياب ته يې واچوه .
ښې دي خپله ، چې تل تر تله .
(ط)[سمول]
طبيب هغه دى چې رنځ پر ورغلى وي .
(ع)[سمول]
عادل واکدار مېږو او شرمښ ته پر يوه ګودر اوبه ورکوي .
عجبه ده دوى ويل خره يې ټوله بايغز ته بيولي دي .
عرض صاحب سردار لرم ، صلوات ډير او غم يې لږ دى .
عزرائيله تکه توره ، روغ او رنځور ګوره .
عقل مې د بې عقله زده کئ.
علاقه دار صاحب ! د....... خان زور ماته معلوم دى .
علت غورځي ، عادت نه غورځي .
عيان ته ، د بيان حاجت نسته .
(غ)[سمول]
غر به دي په شاکړم ، توان به دي پيدا کړم .
غر په کونه منډي ، شاګى اغاز ورکوي .
غر که لوړ دى ، لار پر سر بيره ده .
غل او د کور خاوند دواړه دخدايه پرده غواړي .
غل او د کور خاوند دواړه نارې وهي چې مه راګورى غل دى ..
غل په غره کې نه ځائېږي .
غل د خپله سوري بيرېږي .
غل سه ، خو انصاف مه هيروه .
غله په خورک تمامېږي.
غوا حلا له سوې نده ، دى يې بيا د څرمني پوښتنه کوي .
غوټه چې په لاس خلاصېږي ، غاښ ته حاجت نسته .
غوټه ورکه ، خوله پر پټه .
غوږ په څنګل نه ګرول کېږي.
غوږ مې ساتۍ ، سر مې بايلود .
غوښي د هر چا خوښي ، خو پشي ايمان پر راوړى دى .
غولبه يې پر وڼدۍ ولاړه ، هورې يې کډګۍ ولاړه
غول خوړلي ښه دي ، نه انځر د ملا کلام .
غولو ته تومنه مه اچوه .
غووي غڼ وکړې او سوکان څټ و خوړل.
(ف)[سمول]
فرمولي بې ګوړي نه وي .
فقر کوه ، خداى يادوه .
فقير ته د سپو سلا يوه ده .
(فيل مرغ ) غوندي مه سه چې د بار په وخت کې ځان (مرغ) او د اذان په وخت کې ځان (
فيل ) ګڼي
(ق)[سمول]
قاضي زه ملامتولم ، ما ځان نه ملامتاوه
قاضي صاحب ! ژر يې راته کښېږده ، موږ يې مرکز (موسي کلا) ته هم غوښتي يو
.
قدرت د شرابو پياله ده .
قصاب خپله قصابي کول ، يتيم ورځ ورته تيره کړه .
(ک)[سمول]
کار اسانه دى ، دسلاپ يې زور غواړي .
کار په کولو تمامېږي
کار تمام نلري .
کار چا وکى ؟ چې تمام يې کړ .
کار خپل ، شاباسي د بل .
کار د اوسپني کونه غواړي .
کار د اوسپني موټي غواړي
کارګه د زرکي تګ کاوه، خپل تګ يې هيرسو .
کارګه وايي زما سپينکيه زويه ، ځېږګى وايي زما پستکيه زويه .
کار محکمه ، زړه بيغمه .
کاروان د سپي په غپا نه راګرځي
کاڼۍ به پوست نه سي ، زوړ دښمن به دوست نه سي .
کتاب ګرځوي په څنګ ، نوم دي دملا ، کړه وړه دي د بلا .
کږه غاړه توره نه پريکوي
کښتۍ خپل پر نيت چلېږي
کله ادې لاندي ، کله بابا لاندي .
کلى په زور نه کېږي .
کلي په ليوني پوري خندل ، او ليوني په کلي پوري
کمچنۍ ته يې ويل يار دي راغى ، ويل د کومي کوڅې ؟
کوټ کوټ دلته لرې او هګۍ بل ځآى اچوې .
کوټى پر هر چا ګران دى ، مګر خرې ايمان پر راوړى دى
کوچنى چې ونه ژاړي مور يې شيدې نه ورکوي .
کوچني کورونه به خداى لوى ، او لوى کورونه به خداى کوچني کړي .
کورت خو کورت دي ، مګر خوند يې اوبو وړى دى
کور مې تر تا جار ، څکه دي مه وه .
کوزه هره ورځ نه ماتېږي .
کوږ بار تر منزله نه رسېږي .
کوږ نه دى ، لوټه ده .
کونډه پرکور ، کونه يې پر سارا( سحرا) .
کونډي هم ژاړي ، مړوښې هم ژاړي.
کونه او څنګل نو څه اړه سره لري .
کونه څيري ، کرک مړ . .
که بل ته يوه ګوته نيول کېږي ، ځان ته څلور ګوتي نيول کېږي .
که پورته توکم بريتونه دي .، که کښته توکم ږيره ده .
که په مزدور ابآتيدلاى ، ده غلامان به ابات سوي واى .
که تا ويل چې زه يم ما ويل چې زه يم ، نه به ته يې نه به زه يم که تا ويل چې ته
يې او ما ويل چې ته يې، هم به ته يې هم به زه يم .
که ته کافر يې ، زما ځيګر يې .
که ټوله دنياکوس ونسي ، د چرګ په نصيب کونه ده
که جګ ځم وايي کرکان الوزوې ، که چوخ ځم وايي د ډبرۍ څخه يې کاږي .
که دا پلا وديدم ، اينکى مې ښه زده دى .
که د ګيدړ په جنګ ورځې ، تياري د زمري ورته نيسه .
که دي پسول کم ، که دي زغره ، ته سونا يې شونډوره .
که دي يوه پلا ختا ايستم تادي خداى خوارکي ، که دي دوهم وار ختا ايستم بيا دي تا
خداى خوار کې او که دي دريم ځل ختا ايستم نو ما دي خداى خوار کې .
که سل لرې سل پوښته ، که يو لرې سل ځله يې پوښته .
که غم غواړې ، بزه وکه .
که کښته ګورم پاڼ دى ، که پورته ګورم پړانګ دى .
که کلى په نامه لري ، يو خوى تر نورو ښه لري .
که مرم ، خپل بار خو به لا وړم .
که مشر مشرتوب غواړي ، کشر هم د دنيا دود غواړي .
که و پوهېږي ، ګټه په زاړه کې ده .
که وسوه خو وسوه ، که نه اوړه به په واغږو .
که ولي نه يم ، خالي هم نه يم .
که يو لرې يو پوښته ، که سل لرې سل پوښته .
که يې بانه(بهانه ) بولې بانه ده ، که نه ! په تيش کې مې مستې کړي دي
(ګ)[سمول]
ګاميښه د ګل په بوى څه پوهېږي .
ګټه په تاوان کېږي .
ګټه په ګټلې کېږي .
ګرګه! بله چاره نه لري بې مرګه .
ګل بې خاره نه وي .
ګل خيره ، تا لره يې د خيره .
ګل د هر چا خوښ وي . .
ګوښه ، د خداى ښه .
ګوله دي د خپلي خولې سره برابره اخله .
ګومان نه کوم چې دا وړۍ به شړۍ سي
ګيدړي ته الو نه رسيدل ، ويل يې الوتروش .
ګيلګى پوست سوى ، په لکۍ مانده دى .
ګيلګى چې غورځي د موږي په زور
(ل)[سمول]
لاس چې مات سي غاړي ته ځي .
لالا وړوله ما خوړله ،. يو ځاى سره خلاص سولو .
لڅ په خوب کرباس ويني .
لڅ د اوبو نه بيرېږي .
لړه يې ، دارو يې د خان له کوره دي .
لږ به خورم ، هو سا به ګرځم .
لکه پاتۍ سږ موته مه غورځه .
لکه د خرې کورونګى تر مور دمخه ځغلي .
لکه د خلچ بزګر پوخ ولاړ دى .
لکه د ډيرو اوبو ژرنده پر سر يې اخيستى يم .
لکه سوړ مچ په هره کاسه کې مه لوېږه .
لکه ليوان د خپلي ګلې ټپي ژوندى څيري .
لکه ليوان له بيري يو او بل ته مخامخ بيدېږي .
لمر په دوو ګوتو نه پټېږي .
لمونځ تر قضا د مخه ، خيرات تر بلا د مخه .
لنډۍ د مار سره غزيدله ، پرمنځ دوه ځايه سوه .
لنګۍ چې شوه سي ، پر اوږو تکيه سي .
لو تور ديب هم تښتولى دى .
لوخي د قام بدي غوښته ، سر يې په دريا ب کې وچ سو .
لور پر لوټه مه تيره کوه .
لوري ! وايم تاته ، مږوري ! ته يې واوره .
لويي د خداى سره ښآيي ، نه د خوار بنده سره .
لوى يې پر کور کوي ، کوچنى يې پر سارا .
له اوښه يې پرې که ، په اوښ يې پوري که .
له پيښي ، تيښته نسته .
له ځانه د اڅکزو اسمان مه جوړوه .
له ځانه د مرداري موږى مه جوړوه .
له دې پراخي دنيا کټورى مه راته جوړوه .
له دې نه ژآړم چې مآر مې پر خيټه تير سو ، پر دې ژاړم چې داغه يې لار نسي .
له وروره ګټه ، نه ګټه .
له هسي بلا څخه چې نس ولري مه بيرېږه .
ليوني ته يې ويل دا درمند ونه سوځې ،هغه ويل ښه سو چې راپام دي کړ .
(م)[سمول]
ما په ګوړه ختاباسې ، په ځآى نوري ننباسې .
ماته ژرنده ده ګړبېږي ، يا لالا مې ډير ګړېږي .
ماجت د ګوزو ځاى نه دى .
ما حلال ، چکي نه حلال .
مار ته په لستوڼي کې ځاى مه ورکوه .
مار ته چې خداى په غضب سي له غاره يې و باسي
مار خوړلى د پړي بيرېږي .
مار وهه ، نه د غار تر بيخه .
مال تر سر جار ، سر تر ناموس .
مال چې له خاونده چپ سي حرام دى .
مال خپل ساته ، همسايه غل مه نيسه .
ما ويل چې : ورانه به يې کې ، ودانه به يې نه کې
مجبوره ته مه وايه چې غښتلى .
مخامخ سړى روي ته هم نه وايي چې روې .
مخ ته ځه ، شاته ګوره .
مځکه هغه سوځي ، چې اور پر بل وي .
مر دار زړوکى ، اور نه اخلي .
مرغان دي هغه سره کښيني چې بڼي يې سره ورته وي .
مرګ په ماړه نس ښه دى .
مريى په دنيا نازېږي ، بادار په دواړو .
مريي غوندي يې ګټه ، ساهو غوندي يې خوره .
مړ په همدې سو چې نفس يې و خوت .
مړ مې که ، مال مې مه غنده .
مړى چې خداى شرموي پر ولانګه ګوز واچوي .
مسکنت هم پور دى ، هم پيغور .
مسلمان يې واهه هندو له وهمه غول وکړه .
مسئله ، زور ورسره .
مشر زه يم ، کونه د لالا لو ده .
مفت شراب قاضي هم خوړلي دي .
ملا ته به نه وايي چې راکه ، ورته وايې به چې واخله .
ملاحق ، زوى يې ناحق ، کاسه يې جبر .
ملا صايب خپل تاويزونه دي واخله ، پر هغه زاړه حال يې کړه .
ملک په تنګ ، اوبه په خړي ، ورک دي سي داد بدۍ څلي .
منصور چې رښتيا ويل سر يې په دار سو .
مور چې روې ( بلا ) هم سي د زوى زړه نه خوري .
مور ( کونډه ) د زوى په هيله د ميړه و لويده .
موړ د وږي په حال څه خبر دى .
موړ نس پاړسي وايي .
موږک په غار نه سو ننوتلى ، جارو يې هم په لکۍ پوري غوټه سو
موږ يې غله ، تادي خداى راجوړ کړي .
مه دومره خوږ سه چې څوک دي وخوري ، مه دومره تريخ سه چې څوک دي و غورځوي .
مه کوه په چا وبه سي په تا .
ميره مې نوه ليدلې ، تر مور مينه .
ميړه ته مه وايه چې ميړه ګيه .
ميړه مړکه ، ميړانه يې مه ورکوه .
ميړه يو وار وتله چې من سي ، بيا يې مه تله چې کم سي .
ميړه يوه ورځ په غېږ کې نه ځائېږي، بله ورځ په مو ټه کې ځائېږي
مېږى تر ځان لوى بار وړي .
ميلمه په تلو ښه ايسي ، د کور خاوند په ست .
ميلمه په خوراک ِښه ايسي ، د کور خاوند ، په راوړلو .
ميلمه د خداى رحمت دى .
ميله ده ، ايله ده .
((ميم )) زورما، ټوله يې زما
(ن)[سمول]
ناحقه خبره د څا ډبره ده .
ناحقه سر و دار ته نه ځي .
ناخبره د مرکې ليوه دى .
ناسته يمه ستا سره ، زړه مې په کندو کې دى ، واوا ګوخانې .
ناوخته ميلمه پرځان تاوان دى .
ناوسه پر تړلي سخندر پهلوان دى .
نان ما به او دو شا .
ناوې چې په ځان ښآيسته نه وي ، د مور او پلار ښايست بې څه کې ؟
نکريزي چې د اختر تر ورځي تيري سي ، پر ديوال يې و ترپه .
نن پر ما ، سبا پر تاده .
نور ټوله يې پرېږده ، پرګوزاوڼ يې لرګي کښېږده .
نوره ټوله ګډوډي ، پکت د سخط د ملا لاچي .
نوش! خر دباره سره .
نوم د نامه نه پري کېږي .
نوم زما ، ګوتي پردۍ .
نوم يې لوړ ، کور يې ډګر .
نوم يې مه اخله ، راباندي وايې چوه .
نه تا څه راته کښېښوول ، نه ما څه پکښي پريښودل .
نه چا پوښته ، نه چا ګاڼه ، دى د خودو ګډيده .
نه څه مات ، نه څه توى .
نه دي د کلالۍ کړه ، نه د مالدارۍ .
نه دي کلاله کړه ، نه دي مالداره .
نه منه اوړه يې را يوه پتيره کړه .
نه مو وکړې بړبکۍ ، نه مو شکي کړې لکۍ .
نه هو او نه برهو مه سه .
نيکان يې په نيکي نه مړېږي ، بدان يې په بدي نه مړېږي .
نيم سوړسک ، د کوټې پاى .
نيمه دنيا نظر خوړلې ده .
(و)[سمول]
واده د الله داد پکښي غورځي مولاداد .
واده د نه ستني کرياب دى .
وايي هم خر سه ، هم خربند .
و بزې ته يې ويل (( مه ژاړه )) هغې ويل که زه و نه ژاړم ، زما ګوډه پښه به
ژاړي
وخت لکه سره زر دى .
ورور يې ګوره ، خور يې غواړه .
وروستۍ ورځ نا مرده ده .
وزۍ وايي : يوه پښه مې را ما ته کئ خو په کور کې دي ايله يم
وږي ته يې ويل دوه او دوه څو کېږي ؟ هغه ويل (( څلور ډوډۍ ))
وطن پرې ايښى ښه دى ، نه ورور وژلى .
وطن په دوو سترګو هم خپل دى هم پردى .
ولي! ولي ! کڼکۍ به له تا څه غوښتاى ،چي لاستى يې نه واى ستا د کوني .
ومره پر يوڅه باندي .
وينه په وينه نه پريوله کېږي .
(هـ)[سمول]
هاى وروستى عقله ، چې لومړى واي .
هر چاته خپل وطن کشمير دى .
هر څه د خداى له جانبه دي ، مګر د غوا شيدې په وښو دي .
هر سړى پوهېږي چې غوا توره او شيدې يې سپيني دي.
هر سړى په خپل کار ښه پوهېږي .
هر سړى په خپل کار نه پوهېږي ، مګر اختيار يې لري .
هره لوړه ژوره او هره ژوره لوړه لري .
هغه درک ، هغه خرک .
هغه ساعت او مصلحت .
هغي کوټې ته چې لمر نه داخلېږي ، مرض دا خلېږي .
هله ژر يې را ملا که ، چې کډي مو بارېږي
هم بوره ، هم بدنامه
هم خوند کوي ، هم خوږېږي .
هم دا کوي ، هم ها کوي .
هم فقر کوې ، هم دي خر لغتي غورځوي .
هم يې پکښي خوري ، هم يې پکښې کوي .
هندو زوړ سو ، مسلمان نه سو .
هنګر او خپله بنۍ ښه سره پوهېږي .
هوښيار ته نيمه بس ده ، شوده يې پوره غواړي .
هوښيار نه ختا وزي ، چې ختا وزې غاښونه يې غبرګ وزي .
هوښياره مرغۍ په غبرګو پښو بندېږي .
هيڅوک نه وايي چې زما د شلومبو خوند بد دى .
(ي)[سمول]
يا به نه وي ،يا به نه سره زامن وي .
يا خپل کور ، يا خپل ګور .
يا خپله ښه سه ، يا د ښو، خلکو پر پله سه
يا خپله ميړه سه ، يا د مړو لمني نسه .
يا د به دي زه کړم ، مړوي به دي خداى .
يار تر کوڅه تيرکه ، رنګ يې هير که .
يا مړ ، يا موړ .
يا نر هوسه ، يا نر يا
يتيم په ژړآ پوخ دى .
يتيم ته يو نس مستې هم پسرلى دى .
يخ د خداى په پار نه ګرځي ، د خره په ځل ګرځي .
يوازي خداى پر يوه حال دى .
يو بام ، دوې هواوي .
يو به مړ نسي ، بل به موړ نه سي .
يو سر ،دوه غوږه .
يوم مې خټه نه اخلي .
يو له لوږي مړ کيده ، ها بل يې تر سر لاندي ډوډۍ لټوله .
يو وايي اره ، بل وايي تېشه .
يو وايي مخ يې راکه ، بل وايي شا يې راکه
يوه خبره حقيقت ، سل کاله عبادت .
يوه مې راوسته پر اوښ بله پر اس لويه خدايه لازما خوارکۍ سر د شينونسو خلاص
..
يوه ورځ د بلي خور ده .
يوه ورځ ديد ، بله ورځ شناخت .
يوه ويل پيل څو منه غوښه کوي ؟ ها بل ويل پر در مو ندي حلال سوى .
يوه ويل ((تر لاس به دي ونيسم او پر دا ټوله دنيا به دي را و ګرځوم ))، ها بل
ويل(( ته به راسره يې )) .
يوه ويل توتکۍ بې ازاره ده ، بل ويل د چمن د چينجانو پوښتنه وکړه .
يوه ويل د ژمي ميلمه زور غواړي ، ها بل ويل په دوبي کې خورا اسانه دى چې ته يې د
ژمي خبري کوې .
يوه ويل کور مې تر تا جار ، ها بل واښکى ورته و غوړاوه .
يوه ويل لپړى ، ها بل ويل ، اويا دي خړيه .
يو يې ګټي ، سل يې څټي .
www.afghanproverbs.com/

- آس شيشني ،خر رايي ، غاتره نوري بلاوي وايي .