ټوکی ټکالی د هر ملت فولکلوری رواجونو دی چی د هرهيواد
په ګوت ګوت کی په مزه مزه ویل کيږی . لکه څنګه چی هر ملت ځانته قصی او ټوکی ټکالی
لری ، همدا رنګه یی هم افغانستان لری . د افغانستان ملت هم د نورو ملتونو په شان د
خندا او خوشحالی نکلونه او ټوکی کوی . د ۳۰ کلونو جنګ او بد بختی بر سیره افغانان و
خپلو ټوکو ته وخت ورکوی او پر موقع په لوړ اواز پر خاندی .
د افغانستان ټوکی پر څو ډوله دی
لکه:
قومی ټوکی ، ملا نصرالدین ټوکی ، د معلم او شاګرد
ټوکی ، د زوی او پلار ټوکی ، صحرايی ټوکی ، بازاری ټوکی ، د میړه او ماينی ټوکی ،
ورد ګی ټوکی ، لغمانی ټوکی ، دهقانی ټوکی ، د ملا او طالب ټوکی ، د ملا اوښځی ټوکی
، د ملا او پشی ټوکی ، د ملا او سپی ټوکی ، د ملا او خره ټوکی ، د ښځو ټوکی، د
نارينه ټوکی ، د خره ټوکی ، د اوښ ټوکی د همسایه ټوکی ، د ځانه جوړولی ټوکی ،
ددرواغو ټوکی ، د بيعقل ټوکی ، د ليونیانو ټوکی ، د ژمی ټوکی ، د اوړی ټوکی ، د
عاشق ټوکی ، بيکاره ټوکی ، د سا ده ګانو ټوکی ، د ناوی او زوم ټوکی ، د چپک ټوکی ،
د ږیری ټوکی ، د عسکرو ټوکی ، د پاچا ټوکی ، د میلمه ټوکی ، نجسی ټوکی ، مرداری
ټوکی ، بدی ټوکی ، ښی ټوکی ، خوندوری ټوکی ، د ژړا ټوکی ، د خندا ټوکی او داسی نوری
ټوکی .
له دا ټولو نه یی يو څو ټوکی دادی
:
چپک سړی
:
په یوه کوڅه کی يو سړی په سترګو چپک وو . نورو دوونفرو
پر دا چپک خبری کولی . يوه ویل دا سړی چپک دی او هغه بل ویل چپک نه دی . اخیر يی
شرط سره وتړی . د شپی دوی بجی یی څراغ واخیست او د هغه سړی کور ته ورغله او دروازه
یی ور وټکول . کوم وخت چه هغه چپک دروازه ورته خلاصه کړه دا دوو نفرو ورته وویل :
ډیره بخښنه غواړو چی پدا نیمه شپه مو له خوبه راويښ کړی . خو موږ دواړو شرط تړلی دی
. دا زما انديوال وایی ته چپک يی او زه وایم ته چپک نه يی نو اوس موږ ستا څخه
پوښتنه کوو چه په موږ کی د کوم یوه خبره درسته ده ؟ دا چپک سړی په قهر شو او ویی
ویل : شرمیږی نه په دا نیمه شپه څلور نفره رارهی سوی یاست او دوه څراغان مو را
اخيستی دی او زه مو له خوبه راويښ کړم . دا سړی چه دا خبره وکړه ، نفر پوه شوه چیدا
سړی چپک دی ، ځکه دوه نفره يی څلور ولیده او يو څراغ يی دوه.
وردګ او حج
:
وایی یو وردګ حج ته ولاړ . و مکی معظمی ته چی ورسیدی
نو يی خدای ته لاس پورته کړ او ویی ویل :
خدایه ته خو دا زموږ وردګ د افغانستان پایتخت
کړی ، بیا به موږ ته خلک کابلیان وایی .
عکس
اخيستل:
وایی یو سړی پر خره سپورسو او عکس واخیست . عکس
يی وکورته ته خپلی مور ته واستاوه . دده مور چه وعکس ته وکتل ، زوی ته يی لیک ولیکی
او په ليک کی یی پوښتنه تری وکړه چی په دا عکس کی کوم يو یی ته يی
.
د خرو
خرڅول:
یوه اطرافی سړی دوه خره د خر څیدو لپاره ښار ته بوتله
. ټوله ورځ يی تيره کړه مګر خره خرڅ نه شوه. ماښام چه کورته تلی نو یو د کان ته و
ننوت چی د کور لپاره سودا واخلی . د کان د صرافی وو اود پیسو رانیول او خر څول يی
کول. دا سړی چی په د کان کی یی غیر له پیسو بل څه و نه ليدل . دد کاندار نه یی
پوښتنه وکړه چه ته دلته څه شی خرڅوی. د کاندار پوه شو چی داسړی اطرافی دی ، په جواب
کی يی ورته وویل : زه دلته خره خرڅوم . سړی چه دا خبره واوریده نو یی د کاندار ته
په خوشحالی وویل : وروره دا زما خره هم راخرڅ کړه .
تبه می ده
:
يو سړی ډاکتر ته ورغی او ورته ويی ویل چی زما تبه ده .
ډاکتر چی دده نبض و کتی ور ته ويی ویل: ستا نبض داسی چليږی لکه ساعت ، دا ولی ؟ سړی
ورته وویل : ډاکتر صاحب ستا ګوتی زما پر ساعت پرتی دی .
ما وژنی
:
يوی ښځی و خپل خاوند ته وویل : زه نور پدی کور کی ژوند
نه شم کولای . خاوند پوښتنه تری وکړه چی ولي ؟ ښځی يی ورته وویل: پرون یو سړی زموږ
د کور دوازه و ټکول ، ما چی دوازه خلاصه کړه يو سړی ولاړ وو او ماته یی داسی کتل
لکه ما چی وژنی . ميړه یی ور ته وويل تا چه هر څوک ووينی وايی چه وژلی می وای
.
بد رنګه اينځر
:
یوه سړی اوریدلی وه چی په بازار کی يو دکان ډیر ښه
اينځر خرڅوی . دی چی هغه دکان ته ولاړ او هلته يی وکتل ، و دکاندار ته یی وويل: ما
اوریدلی وه چی ته ښه اينځر لری ، مګر دا ډیر بد رنګه اينځر دی . دکاندار جواب ورکړ
او ويی ويل : دا چی ته وينی دا اينځر ندی بلکه ته خپل مخ په هنداره کی وينی
.
ليونئ
:
یو سړی دارالمجانین ته ور ننوت او پوښتنه يی وکړه چی
له دی ځایه به کوم ليونی نه وی تښتیدلی ؟ موُظفينو وویل نه ، څنګه دی پوښتنه وکړه ؟
سړی ورته وویل چه نو هغه احمق څوک دی چه زما له خواښی سرع واده کوی ؟
بوټ جوړونکی
:
یو هلک چه پلار يی بوټ جوړونکی وو ، زاړه بوټونه يی په
پښو وه . بل هلک ورته وويل ، نه شرميږی چه پلار دی بوټ جوړونکی دی او ستا زاړه
بوټونه په پښو دی ؟ دا بل هلک ورته وویل ، ته نه شرمیږی چه ستا پلار غاښونه جوړوی
او ستا کوچنی ورور غاښونه نه لری؟
د موټر کرایه
:
یو میرمن او ميړه یی په بيړه ښاری بس ته ور پورته شوه
. میرمن یی د مخ ددوازی او میړه يی د شا ددروازی له خوا بس ته ور پورته شو . په
موټر کی ګڼه ګونه زیاته وه . ميړه یی کنترولر ته خپله او د میرمنی کرايه ورکړه او
بیايی ميرمنی ته په لوړ اواز ږغ کړه چی ما دلته دشا له خوا ورکړه ته يی هلته د مخ
له خوا مه ورکوه .
غوټی
:
په یوه ټکسی کی يوه ډیره چاغه ښځه د څو نورو تنو سره
ناسته وه . د څنګ سړی يی ډیر په عذاب کی . دا سړی و دی ښځی ته وویل چي : یو څه در
وڅکيږه او نوم دی څه شی دی . دی ښځی ډیر په ناز ورته وویل ، نوم می غوټی دی . سړی
ورته وویل ډیر ښه نوم دی . اوس چه غوټی يی دومره يی ، کوم وخت چه و غوړيږی څه حال
به دی وی .
هيره
:
دوی ښځی سره یو ځای شوی . دا یوی وویل چه زه داسی
هیرجنه سوی یم چه غرمه ډوډی وخورم ماښام می هیره وی . دا بلی ورته وویل چه زه تر تا
بد تره یم . کوم وخت چه زه ماښام د میړه سره په ځای پریوزم که دده مخ زما وخواته وو
خو پیژنم يی او که يی شا زما وخواته وه نو زه ورخطا سم چی دا پردی سړی څوک دی چه
زما سره پروت دی .
قیامت
:
یوه ورځ د ميړه او میرمنی جنګ شو . ښځی يی ورته وویل
چه هو ، هر څه چه دی زړه غواړی کوه يی ، خو دا خیره په ياد لره چه د قیامت په ورځ
به زه ستا لمن نيسم . میړه یی ورته وویل چی زه د قیامت په ورځ پطلون اغوندم
.
د خره ورکيدل
:
یوه ورځ د ملا نصرالدين خر ورک شو . نو ده قسم واخيست
چی که می خر پیدا شو ، په یوه روپی به يی خرڅ کړم . څو ورځی وروسته يی خر پیدا سو .
ملانصرالدین خپله پیشی او خر ګنج ته بوتله او پر ويی ليکل ، خر په يوه روپی او پيشی
په سل روپی ، مګر دواړه به يو ځای رانيسئ .
ښه شاعر
:
یوه سړی و خپلی ښځی ته وویل چه زه ډیر ښه شاعر یم . که
زه و غواړم په خپلو شعرونو به دنیا ته اور واچوم . ښځی یی ور وویل ، ښه نن زموږ
بوټی خلاص شوی دی . ته دا بخارئ ته یو شعر ووایه چه اور واخلی.
زهر
:
یوه ورځ ښځی او میړه جنګ سره وکړ . تر جنګ وروسته سړی
و خپل دفتر ته ولاړ . يو ساعت وروسته يی کورته تلیفون وکړاو د ښځی څخه يی په ډیره
مینه پوښتنه وکړه ،ښځی څه کوی ؟ ښځه چی دديګ په پخيدو بوخت وه ورته ویی ویل ، زهر
پخوم . سړی ورته وویل ، یواځی یی د ځان لپاره پاخه کړه ، زه نن کورته نه درځم
.
لمړی اپريشن
:
ډاکتر و مريض ته وویل چی ته ولی دومره بیريږی؟ مريض
ورته وویل ، ما تر اوسه اپريشن نه دی کړی ، دا می لمړی اپريشن دی . ډاکتر ورته
وویل، زما هم دا لمړی اپریشن دی ، اما زه نه بيريږم .
سړی نه یم
:
يو سړی چه غلام جان نومیده ، کابل ته ولاړ او هلته د
یوه رفيق کورته ورغی ، دروازه يی ور وټکوله. له هغی خوا ږغ وشو چی څوک يی؟ ده ورته
وویل غلام جان یم. هغوی دروازه ور خلاصه نه کړه . دی چی کلی ولاړ ، و خپل رفيق ته
يی دا قصه وکړه . هغه ورته وویل چه تا به ورته ويلی وای چی سړی يم . په غلام جان خو
تا هلته څوک نه پیژنی . ده ورته وويل چی که يی دروازه خلاصه کړی وای او لیدلی یی
وای چه زه سړی نه ،غلام جان یم نو بیا ؟
حوری او غلمان
:
وايی یوه سړی غوښه چه ځان مړ کړی . بل سړی پر راغی او
پوښتنه تری وکړه چی څه کوی . ده ويل ځان مړ کوم. هغه وويل ولی خير دی څه پيښه ده چی
ځان وژنی . ده ورته ویل ، وطن ته می کافران راغلی دی . دا بل سړی ورته وویل چی نو
کافران مړه کړه ، ځان ولی وژنی . ځانمرګی ورته وويل چی که کافران مړه کړم بندی خانی
ته به ولاړ شم ، هلته ژوند ډیر په تکليف دی . که ځان مړ کړم جنت ته به ځم . هلته
حوری او غلمان دی.
نر بیزو
:
د باغ وحش معاون و خپل ريس ته چی په خارج کی وو تليفون
وکړ او پوښتنه يی تری وکړه چی زموږ د باغ وحش بيزو نر ته ضرورت لری . موږ یو
نر ورته پیدا کړو اوکه ستا تر راتګ پوری انتظار و باسو ؟
د جنت تعريف
:
یوه نصیحت کونکی به تل د جنت تعريف کاوه . یوه سړی یوه
ورځ پوښتنه تری وکړه چي : صاحبه ته همیشه د جنت تعريف کوئ اما د دوږخ په باب څه نه
وایی ؟ نصیحت کونکی ورته وويل چی په دوږخ کی بیله هغه سره وينو . اوس پر هغه خبری
بيځایه دی .
بل خر
:
یوه سړی د یوه خره څخه پوښتنه وکړه چه تر تا به بل خر
پیدا شی؟ خره ورته وویل هو هغه څوک چه د خره څخه پوښتنه کوی هغه تر خره لا خر دی
.
ښځه او موټر چلول
:
ښځی د موټر چلولو په وخت کی ترافيک چی د سړک په منځ
ولاړ وو ، په موټر وواهه . وروسته تر هغه ښځه د موټره را کښته شو او ترافيک ته يی
وویل : د سړک په مابین کی چی دریږی دغه به دی انجام وی .
لمر
:
یوه ملګری د بل ملګری څخه پوښتنه وکړه چه لمر د کومی
خوا را خيزی ؟ هغه ورته وویل : دا خو داسی سوال دی چه خر يی لا جواب ویلای سی .
ملګری ورته وویل چی ما هم له همدی کبله ستا څخه پوښتنه وکړه .
د کا چوغو
شمیرل :
په یوه میلمستیا کی یوه میلمه د یوی کوچنی نجلۍ څخه
پوښتنه وکړه : په ننۍ میلمستیا کی ستا وظيفه چه شی ده ؟ نجلۍ ورته وویل : زما وظيفه
داده چه د میلمنو د تګ پر وخت کاچوغی و شمیرم .
د بندی خانی
لار :
یو نابلده سړی ښار ته راغی او د بندی خانی د لاری
پوښتنه يی وکړه ، سړی ورته وویل : دغه د زرګر دکان ته ور ننوزه او یو امیل په جیب
کی واچوه ، د بندی خانی لار به په خپله پیدا کړی .
رسامی
:
یوه هلک یوه ښځه او یو سړی لوڅ رسم کړه او بل هلک ته
يی ور ښکاره او پوښتنه يی تری وکړه : په دی رسامی کی کوم يو نر دی او کوم یو ښځه ؟
هلک ورته وویل : چی کالی يی نه وی اغوستی زه يی نه پیژنم .
ړوند به شم
:
یو مجرم چی لوی جرم يی کړی وو ، محکمی ته يی حاضر کړ .
قاضی فیصله وکړه چی غوږونه یی ور پری کړی . مجرم په ژړا شو او قاضی ته يی وویل :
غوږونه می مه را پری کوه که نه زه به بیا ړوند شم. قاضی پوښتنه تری وکړه چی غوږونه
د سترګو سره څه ارتباط لری؟ مجرم وویل : چی که غوږونه را پری کړی بيا به عینکی څنګه
ايږدم .
لاس زما او
ږیره ستا :
یوه ملنګ و یوه پاچا ته وویل ،خیرات راکړه. پاچا ورته
وویل چی زه به پر ږیره لاس تیر کړم ، هر څومره ويښتان چی یی و ختل هغومره پیسی به
در کړم . کله چی پاچا پر ږیره لاس تیر کړ يو ویښته هم ونه ختی ، نو يی ملنګ ته وویل
چی هيڅ بخت نه لری . ملنګ و خندل او پاچا ته يی وویل : چی لاس زما وای او ږیره ستا
، نو بیا به دی زما بخت لید لی وای .
د زمری ښکار
:
یوه ورځ سهار وختی يو سړی ولاړ شو او توپک يی پر اوږه
واخست . میرمنی يی پوښتنه تری وکړه چی چيری ځی؟
ده پر بریتو لاس تير کړ او ويی
ویل : ځم د زمریانو په ښکار پسی . میرمنه يی خوشحاله سوه چی میړه می څومره زړه ور
دی . څو د قیقی وروسته سړی بیرته کورته راغی او ریږدیدۍ . میرمنی يی پوښتنه تری
وکړه چی خیر دی ولی بیرته راغلی ؟ میړه يی وویل : د کوڅی په سر کی يو لوی سپی پروت
دی او ماته بدبد ګوری.
مشکل
:
یوه سړی خپل ملګری ته وویل : زه په زر افغانی يو داسی
هو ښیار سړی مزدور کوم چه ز ما ټوله مشکلات را حل کړی . ملګری يی پوښتنه تری وکړه
چی ته به دا زر افغانی له کومه کوی؟ ده په جواب کی ورته وویل چی دا هم دهغه سړی
وظیفه ده چی دا مشکل را حل کړی .
غبرګ غمونه
:
یوه ملګری بل ملګری ته وویل په کومه ورځ چی می واده
کاوه کورته می غله رالویدلی وه . دویم افسوس وکړ او ویی ویل چی ستا کورته نو غبرګ
غمونه درغلی وه .
غزل
:
میرمنی د خپل میړه څخه پوښتنه وکړه زه چی غزل ناری کړم
ته ولی دباندی وزی ؟ میړه يی وویل : دا پدی خاطر چی ګاونډیان دا فکر ونه کړی چه زه
تاته لت در کوم .
احمد ژاړی
:
ښځه و خپل ميړه ته وايی و ګوره احمد ژاړی وايی ما پر
خره سپور که . ميړه يی وايی و دی ژاړی نو زه څه وکړم ؟ ښځی يی ورته وویل: يو د قيقی
يی پر خپله شا سپور کړه .
مستی راوړه
:
یو سړی چی ډیر وږی وو . زوی ته يی پیسی ورکړی چی له
بازاره مستی راوړی . زوی چی يی له خونی ووت ، پلار يی له ځانه سره فکر کاوه چی هغه
دی زوی می بوټونه په پښو کړه ، له کوره ووت ، بازارته ورسید ، له مستی والا څخه يی
مستی رانیولی ، د کور پر لور رارهی شو، د کور دروازی ته راورسیدی ، دادی اوس نو
خونی ته راننوزی . پلار يی زوی ته ږغ ور وکړ ويل زويه راورسیدی او مستی دی راوړی ؟
زوی يی ږغ وکړ : بابا زه اوس بوټونه په پښو کوم او په مستو پسی ځم .
د غوايی غوښی
:
یوه لیونی بل لیونی ته وويل : زه دا ډیر وخت کيږی د
غوايی غوښی خورم ، اوس داسی غښتلی یم لکه نر غو يی . هغه بل ورته وويل : عجيبه خبره
داده چی زه دا شل کاله کیږی د ماهی غوښی خورم اما تر اوسه می لامبو (آببازي) نه ده
زده ؟
د ښځی حقوق
:
له ښار نه د باندی په یوه کلی کی د ملګرو ملتونو د
حقوقو د څانګی موټر روان دی ، چی ګوری يوه ښځه د مخه او میړه يی شاته پسی روان دی .
د ملګرو ملتونو نماینده ګان له موټره راکښته شوه او سړی ته لاس ورکړ او تبريک يی
ورته ووایه چی په افغانستان داسی سړی پیدا شو چی د ښځی حقوق يی مراعات کړه او ښځی
ته يی په لاره کی حق ورکړ چی د مخه روانه شی . سړی ورته وويل : زه نور په هيڅ نه
پوهیږم خو دومره می اوریدلی دی چی په لار کی زیات ماینونه ښخ دی ، نوځکه می ښځه د
مخه کړیده .
اود س می مات
سو :
په یوه ونه کی چرګان ناست وه . ګيدړه راغله ، تر ونی
لاندی و دریده او چرګانو ته يی ږغ ور وکړ ویل : راکښته شی چی لمانځه ته ولاړ شو .
پدی وخت کی د سپی غپا سوه . ګیدړه وارخطا رهی سوه . چرګانو ږغ ور پسی وکړ چی و
دریږه موږ در کښته کيږو . ګیدړی ویل : اوس زما اودس مات سو ځم چی اودس وکړم
.
دوږخ
:
یوه میړه و خپلی ښځی ته وویل چی زما اوس پر دین عقیده
راغله ، دا پدی چی ما ستا سره د واده دمخه نه منل چی دوږخ شته .
د ږیری سره ټکر
:
ملا نصرالدین پر بایسکل سپور وو او د ښځی سره یی ټکر
وکړ . ښځه ور ته په غصه شوه او ملا ته یی وويل : نه شرمیږی چی دا لوی ږیری سره ټکر
کوی ؟ ملا ورته وويل : ما د ږیری سره ټکر نه دی کړی بلکه ستا سره می وکړ
.
سړی نه یم
:
غلام جان له کندهاره وردګو ته ولاړ او غوښته یی چی
هلته د خپل دوست کورته چی عالم جان نومیدی ورسی . څنګه چی غلام جان په وردګو کښی
نابلده وو ، نو يی د یوه سړی نه پوښتنه وکړه ویل: آ سړیه تاته به د عالم جان کور
معلوم نه وی ؟ سړی پر غلام په غصه شو او ویی ویل : ماته سړی مه وايه ، زه سړی نه یم
وردګ یم .
لامبو
:
یو وردګ چی په نیويارک کی اوسیدی ، لامبو (آب بازی) ته
ولاړ . د لامبو په ځای کی د یو لږ لوړ ځايه حوض ته ور ورلویدی ، راسته لاس يی مات
شو. سبا ورځ بیا لامبو ته ولاړ ، د ډیر لوړ ځایه حوض ته ور ولویدی ، چپه لاس يی مات
شو . دریمه ورځ چی يی بیا غوښته لامبو ته ولاړ شی ، ښځی يی ورته وویل ، اوس نو هلته
څه کوی ، دواړه لاسونه دی مات دی ، لامبو څنګه کوي ؟ ورګ ورته وويل : نن باید زه
لامبو ته ولاړ شم ، دا پدی چی نن و حوض ته اوبه ور ایله کوی .
څلور خره
:
یوه سړی دری خره در لوده ، پر یوه سپور وو او دوه يی
مخ ته روان وه . سړی چی دوو خرو ته وکتل ګمان يی و کی چی يو خريی ورک کړی دی . بل
سړی چی پر لاره تیریدی د خرو خاوند پوښته ځينی وکړه ویل : وروره ما دری خره درلوده
، اما اوس دوه وينم ، ګمان کوم يو خر می ورک کړی دی . ته څو خره وينی ؟ د لاری سړی
ورته وويل : زه څلور خره وينم .
شوخ زامن
:
یوی ښځی بلی ښځی ته ویل : زما زوی دومره شوخ دی چی د
ورځی څوځله کالی خیرنوی او زه يی وربد لوم . دا بلی ښځی ویل زما زوی دومره شوخ دی
چی دی په کوڅه کی وی او زه کورته را ولم ، لمړی باید زه د لسو هلکانو مخونه و مينځم
تر څو خپل زوی پکښی پیدا کړم .
د خرو ګنج
:
وایی مخلص د څو نفرو سره په لار کی ولاړ وو او مجلس يی
کاوه . یو سړی تیریدی د مخلص څخه يی پوښتنه وکړه ویل : آ وروره زه غواړم یو خر
رانیسم ، اوس د خرو په ګنج پسی ګرځم پیدا کولای يی نه شم. کولای شی را ته ووايی چی
د خرو ګنج چیری دی ؟ مخلص و خپلو رفیقانو ته وکتل او سړی ته یی وویل : وروه ته اوس
دستی دخرو په ګنج کی ولاړ يی .
سرباز او چریکی
:
یوی ښځی د بلی ښځی څخه پوښتنه وکړه چی د سرباز او
چریکی تر منځ څه فرق دی؟ هغی ورته ویل چی عسکر مخامخ جنګیږی او چريکی د شا له خوا
برید کوی . دا بلی ښځی ورته وويل ښه نو زما میړه دا شل کاله کيږی چی زما په مقابل
کی چریکی دی .
ګرانی ده
:
یوه سړی یوه فقیر ته وویل شرم وکړه ، پخوا دی ده ورځی
فقر کاوه ، اوس يی د شپي هم کوی؟ فقیر ورته ویل څه وکړم ګرانی ده .
د سپی کاسه
:
میلمه و کوربه (د کور خاوند) ته وویل : زه چه هر وخت
ستاسی کره راسم دا ستا سپۍ ماته غاپی ؟ کوربه ورته وويل : دا زما ګناه نه ده ، سپۍ
خپله کاسه بيژنی .
د شیطان لیدل
:
یوه بد شکله سړی د ملا نصرالدین څخه پوښتنه وکړه چی
شیطان به څنګه ووینم ؟ ملا ورته وویل : په اوبو کی وګوره شیطان به
ووینی .
د فطر صد قه :
وايی د فطر صدقه د هری بلا مخ نیسی ، اما د هغی بلا نه
له کومی سره چی ستا نکاح سوی وی .
خر
:
یو سړی ته په کوڅه کی همیشه خلکو خر وایه . دئ له
دی نوم څخه ډیر په تنګ شو. نو يی په مسجد کی خلک راټول کړه او هيله يی ځینی
وکړه چه پر ده باندی بل نوم کښيږدی . هغو وروسته تر ډیرو مشورو وده ته وویل چه ښه ،
ستا چی د خره نوم خوښ ندی ، موږ تاته سر له نن څخه کوټرکی وایو. داسړی ډیر خوشحاله
سو او کورته ولاړ ، هلته يی و میرمنی ته دا قصه وکړه . میرمنی يی پر سر چپلاخه ور
کړه ویل خدای دی خوار کړه ، يو کال وروسته چی لوی شی بیرته خر يی .
د اوبو سپئ
:
یوه سړی وویل چي ماددریاب په اوبو کی د اوبو سپئ و
لیده . بل سړی ورته وویل : ممکن د دریاب اوبه به روڼی وی او تابه خپل ځان پکښی
لیدلی وی .
د واده دوری
:
خلک وايی واده دری دوری لری . په لمړی کال کی ميړه
وايی او ښځه يی اوری . په دوهم کال کی ښځه وايی او میړه يی اوری او په دریم کال کی
دوی دواړه وايی او ګاونډیان يی اوری .
اوزګړی
:
یو سړی په بازار کی تیریدی او یو اوزګړی يی تناو کړی
وو . دا اوزګړی ډیری ناری وهلی . یوه د کاندار ور غږ کړه ویل دا اوزګړی بیايی او
حلالوی يی ؟ دا سړی ورته ويل دغه هم په غوږ کښی ورکړه نو به ښه راسره ولاړ شی
.
اغزی لرونکی
سیمونه :
د پا کستان حکومت پیشنهاد وکړ چی خپله پوله (سرحد) د
افغانستان سره په اغزی لرونکی سیمونو (خارداره سيم) د ترهګرو پر مخ بنده کړی . په
دی وړاندیز د پاکستان اوسپنه خرڅونکی زیات خوشحاله شوه. دا ځکه چی یوه اونی وروسته
به دا ټوله اغزی لرونکی سیمونه د پاکستان په بازارونو کی پراته وی .
خاله مچ کړه
:
یوی ښځی و خپل کوچنی زوی ته وویل چي نن دی خاله راځی .
هغه چی دروازی ته راورسیده ، ته به و مخی ته ورسی ، سلام به وکی اوخاله به پر مخ مچ
کړی . هلک په ژړا سو او ویی ویل : زه خاله نه مچوم .
مور يی پوښتنه تری وکړه چی
ولی يی نه مچوی ؟ هلک ویل هغه بله ورځ می پلار خاله مچول خاله پر مخ چپلاخه ورکړه
.
هنداره
:
یوی ښځی په هنداره کی وکتل او ويی ژړل . میړه يی
پوښتنه ځینی وکړه چی ولی ژاړی ؟ ښځی ورته وویل : ځان چی می په هندار کښی ولیدی نو
ژړا راغله . میړه يی ورته وویل تا ځان نن په هنداره کی ولید ژړا درغله ، زه چی تا
هره ورځ وینم زما به څه حال وی .
دری لوڼی
:
یوه سړی خپل ملګری ته وویل چی ښځی می دری لوڼی زیږولی
دی دا په دی چه موږ په کابل کی د خیرخانی په دریمه برخه کی اوسیږو . ملګری يی ورته
وویل : ښه دی چه د کابل په شش درک کی نه اوسيږی .
د وبا مریضی
:
ميړه د خپلی ښځی څخه پوښتنه وکړه ویل : ستا مور
هندوستان ته تللی ده ؟ ښځی ویل نه څنګه دی پوښتنه وکړه ؟ ميړه يی ویل : په ورځپاڼو
کښی لیکلی دی چی په هند کی وبا راغلی ده .
اری
:
یو سړی ایران ته سفر وکړ . هلته چی به هر چا خبری
ورسره کولی ده به په جواب کی »بلی« ورته ویل . یوه ایرانی ورته وویل چی په ایران کی
بلی څوک نه وایی ، دلته د بلی پر ځای »اری« ویل کیږی . دا سړی چی وطن ته راستون شو
، په مجلس کی یوه سړی پوښتنه تری وکړ چی د ایران څخه دی یو څه راوړی دی؟ ده په جواب
کی ورته وویل : اری – هغه ورته ويل څشی دی راوړی دی ؟ بل سړی ور ږغ کړه ويل : خو
اوس يی درته وویل چی اری يی راوړی دی.
ژر دی پلار
راوله :
یوی ښځی چی ليفت یی نه وو لیدلی ، یوی مغازی ته د زوی
سره ور ننوتله او هلته يی په ديوال کی دروازه ولیدله چی خلاصه شی ، سړئ ځینی راوزی
، بل سړئ ور ننوزی ، دروازه بنده شی او هغه سړی ورک شی . ښځی کتل چی یو سپین ږیری
سړی په ليفت ننوتئ ، دليفت دروازه بنده شوه ، څو دقیقی وروسته دروازه خلاصه شوه او
یو ځوان سړی ځینی راووت . ښځی وزوی ته ورږغ کړه ويل چابک ولاړ شه کورته او پلاردی
راوله چی دلته ځوان شی .
د خره واده
:
یوه سړی خپل خر لمباوه ، بل سړی پوښتنه ځینی وکړه چی
دا خر ولی لمبوی؟ هغه ورته ویل واده يی دی . دا بل سړی پوښتنه تری وکړه ويل دده په
واده کی به موږ څه شی خورو؟ ده ورته ویل تازه شوتل (شفتل).
مصنوعی غاښونه
:
یوه سړی په هوټل کی ډوډی فرمايش کړه . هوټلی چی ډوډی
ورته راوړه و میلمه ته يی وویل : ډوډی په احتياط خوره ، زموږ د آشپز مصنوعی غاښونه
ورک سوی دی .
انګور
:
یوه امریکايی د یوه میوه خرڅونکی دکان ته ودرید ، يوه
هندوانه يی را پورته کړه او دوکاندار ته يی وويل : ایا ستاسی په هيواد کی تر دغه غټ
سيب نه شته ؟ دکاندار ورته وویل : په لاس کی دی انګوردی او پوښتنه د سیب
کوی.
چپک
:
یوه سړی ددکاندار څخه پوښتنه وکړه ویل تا ولی چپک سړی
په دکان کی مزدور کړی دی؟ هغه ورته وويل : زما په دکان کی اوس څوک غلا نه شی کولای
ځکه هر یو فکر کوی چی چپک وهغه ته ګوری.
شپشتی
:
یو چرسی سړی ناست وو شپشتی یی خوړلی . بل چرسی پوښتنه
تری وکړه ويل شپشتی ولی خوری؟ هغه ورته ویل شپشتی د سترګو دید زیاتوی. دا بل چرسی
ورته وویل رشتیا هم ما هيڅ خر نه دی لیدلی چی عینکی يی ايښی وی .
پلار او پردئ
سړئ :
پلار د زوی څخه پوښتنه وکړه ویل زویه زما او دپردی سړی
پر تا باندی څه فرق کيږی؟ زوی يی جواب ورکړ ویل : پلاره ته ماښام دمور سره جنګ کوی
اوپردی سړی می مورد ورځی مچوی .
مات سر
:
د یوه سړی سر مات وو او وینی ځینی بهیدلی . بل سړی
پوښتنه ځینی وکړه چی دا سر دی ولی مات دی؟ ده ورته ویل میرمنی په ګل وویشتم . هغه
ویل په ګل خو سر نه ماتیږی . ده ورته ویل هو چی ګل په ګلدانی کښی
نه وی .
په راکټ یی
ووله :
يوی ښځی او میړه يی شفر سره ايښی وو چی که هر وخت د هر
یوه و مينی ته اشتها راغله بیا به هغه بل ته وايی په راکټ یی ووله او هغه به ځی
بستر ته او دا بل به پسی ورځی . خو څو ځله داسی پیښه شوه چی هر ځل به ښځی ورته وویل
په راکټ يی ووله اوميړه به يی بستر ته ولاړ ښځه به پسی ورغله . یوه ورځ یی دا ميړه
ډیر ستړی وو ، ماښام چی بستر ته ولاړ ښځی ته يی شا ور وګرځوله ، ښځی پوښتنه ځینی
وکړه چی نن يی لکه چی په راکټ نه ولی؟ میړه ورته ویل نه ، نن يی په توپ ولم
.
ملا چرګک
:
یوه اروپایی ځوان سړی د سر ويښتان جګ درولی او څو قسمه
يی رنګ کړی وه ، په اصطلاح یو پنکروو. دا سړی په یوه پارک کی د یوه سپین ږیری افغان
وڅنګ ته پر چوکی کښیناست . داسپین ږيری افغان د داسړی و سر او ویښتانو ته حیران
پاته وو او هغه ته يی ډیر ډیر کتل . دا ځوان سړی پوښتنه تری وکړه چی ولی دومره ډیر
ډیر راته ګوری ؟ تا په خپله ځوانی کی داسی عيشونه نه دی کړی؟ دا سپین ږيری افغان
ورته وویل چی زه یو وخت په خپل هیواد کی پر ملاچرګک عاشق شوم . ممکن ته به زما زوی
یی .
کلیوال سړی
:
یو سړی د یوه ملګری سره ښار ته ولاړ . په ښارکی یوه
ښایسته ښځه چی ښه کالی یی اغوستی او ښه عطرونه يی پر ځان وهلی وه ، ددوی وڅنګ ته
تیره شوه او پر دوی یی ډیر ښه بوی ولګید او ښه خوند یی ورکړ. دا یوه ملګری و دابل
ملګری ته وویل: دا ښاری ښځی چی پُسکۍ واچوی څنګه ښه بوی یی ځی.
غلته ترجمه
:
یوه سړی یو خارجی سړی ولیدی او ډیر يی خوښ شو . هغه يی
کوټی ته بوت غوښته يی چه دا بله معامله ورسره وکړی . څو دقیقی وروسته يی ملګری کوټی
ته ورغی که ګوری خارجی پر سپور دی . ملګری يی ورته ویل دا څه کوی ما خو فکر کاوه چی
ته به پر سپور يی . ده ورته ويل په ترجمه کی سره غلط سوو.
خواښی
:
یو سړی په بندیخانه کښی بندی وو . یوه ورځ د محبس مدیر
ورته وويل چی راسه یو څوک دی لیدنی ته راغلی دی . ده پوښتنه تری وکړه چی څوک دی ؟ د
محبس مدیر ورته ویل خواښی دی راغلی ده . بندی و مدیر ته ویل ورسه ورته ووایه چی هغه
يی پرون اعدام کړ .
د پلار سکرتره
:
مور وخپل زوی ته وویل : زویه د پلار دفتر ته ورغلی؟
زوی يی ویل ّو موری ورغلم. مور پوښتنه ځينی وکړه ویل د پلار سکرتره دی ښايسته ده ؟
زوی يی ویل نه موری داسی ده لکه ته .
د عسلو خورک
:
یو سړی د بل سړی کره د میلمه په توګه ورغی . کوربه
یعنی د کور خاوند عسل ور ته راوړه . میلمه چی عسل یی ډیر خوښ وه چابک چابک یی په
ګوتو څټل . د کورخاوند وارخطا سو چی عسل یی ټوله وخوړه . و میلمه ته یی ویل چی ډیر
عسل د زړه درد پیدا کوی . میلمه ورته ویل : خدای پوهیږی چي عسل څوک خوری او زړه د
چا درد کوی؟
فقر کول
:
یو فقیر په لار کی ولاړ وو او فقر یی کاوه او د یوی
ښځی څخه یی فقر وغوښت . ښځی ورته وویل چی لیری شه ، په لار کښی ولاړ یی او فقر کوی
. فقیر ورته وويل چی د فقر دپاره خو به دفتر نه خلاصوم .
د ګارګه
(کارغه) خرڅول :
یو سړی چی په رنګ ډیر تور وو، یو تور ګارګه یی پر لاس
اخيستی وو په بازار کی يی خرڅاوه . یوه ټوکی سړی پوښتنه تری وکړه چی دا تور خر په
څو دی؟ کارګه خرڅونکی ورته وویل چی دا خر نه دی بلکه کارګه دی . ټوکی ورته وویل چی
بخښنه غواړم ما دکارګه څخه پوښتنه وکړه نه ستا څخه .
زما آس
:
یوی ډیری بی رنګه ښځی و خپل میړه ته ویل زما آس د هيچا
څخه نه بیریږی . میړه یی ورته ویل هو هغه اوس ستا په زیاتو لیدو اموخته شوی دی
.
جادوګری
:
یوجادوګر په بازار کښی ولاړ وو او قسم قسم جادوګری یی
ښکاره کول . وروسته تر یو څو چالونو یی مخ و تماشاچیانو ته راواړاوه او ویی ویل :
اوس نو ستاسی له ډلی څخه دی یوه ښځه راشی چی زه يی ورکه یعنی غیبه کړم . یوه تماشا
چی ږغ ور وکړ چی یو څو دقیقی صبر وکړه زه به خپل خواښی در ته راولم.
عسکر
:
یو سړی چه په عسکری تللی وو کورته یی خپلی ښځی ته
ولیکل : زه د سګریټو او داسی نوروشیانو لپاره پيسو ته ضرورت لرم . دری سوه افغانی
کفایت کوی . ښځی یی په جواب کښی ورته ولیکل دادی دیرش افغانی می د سګریټو لپاره در
واستولی ، بل شی دلته په کور کی مفت ستا په انتظار کښی دی .
بد رنګه زوی
:
یوه ښځه د خپل زوی سره بس ته پورته سوه . بس چلونکی چی
و هلک ته وکتل مور ته یی وویل : داڅنګه بد رنګه زوی لری ؟ ښځه په قهر شوه او زوی یی
د یو زړی ښځی څنګ ته په چوکی کی کښیناوه . څو دقیقی وروسته د هلک مور و زړی ښځی ته
وویل : زه پر دا بس چلونکی ډیر په قهر یم . زړی ښځی ورته وویل : موټروان ته نژدی
ورسه او ښه سپک ورته ووایه چی زړه دی یخ شی ، زه به دا ستا پر بیزو پام
کوم
Vengeance - Nasruddin style
One day, Mullah Nasruddin heard a knock on his door. He opened the door and
found his daughter standing there crying with a bruise on her eye. "What
happened?" Nasruddin asked. She said that she got into a fight with her husband
and he beat her. To his, Nasruddin responded by slapping his daughter in
the face. He closed the door and quickly called her husband. When he picked up
the phone, he told his daughter's husband, "I heard about what you did,
but I've had my vengeance - because you hit my daughter, I slapped
your wife, take that!".
Deductive reasoning
- "How old are you, Mullah?", a boy asked.
- Mullah Nasruddin responded,
"3 years older than my brother".
- "How do you know that?" the boy
asked.
-"Reasoning!", said Mullah Nasruddin. "Last year, I heard my brother
tell someone that I was 2 years older than him. A year has passed. Now, I am
older by one year. I shall soon be old enough to be his grandfather!"
Tit for tat
Mullah Nasruddin went into a shop to buy a pair of trousers. Once inside, he
changed his mind an chose a cloak instead, which was at the same price. Picking
up the cloak, he left the shop. "Wait! You have not paid!", shouted the
merchant. The Mullah responded, "I left you the trousers, which is the same
value as the cloak". "But you did not pay for the trousers either", the
confused merchant said. "Of course not", said Mullah Nasruddin. "Why should I
pay for something that I did not want to buy?".
More useful
One day Mullah Nasruddin entered his favorite teahouse and declared, "The
moon is more useful than the sun". An old man asked, "Why Mullah?" Mullah
Nasruddin replied, "Because we need the light more during the night than during
the day".
Standing by his word
A friend asked Mullah Nasruddin how old he was. "Forty", replied the
Mullah. The friend said, "but you said the same thing two years
ago!". "Yes", replied the Mullah, "I always stand by what I have
said".
Replace my donkey
"You may have lost your donkey, but you don't have to grieve over it more
than you did about the loss of your first wife", a villager told a sad Mullah
Nasruddin. "Ah", said Mullah Nasruddin, "but if you remember, when I lost
my wife, all the villagers said we will find you someone else, so far, nobody
has offered to replace my donkey".
Wet Nasruddin
Mullah Nasruddin nearly fell into a pool one day. A man whom he know was
nearby, and saved him from falling in. Every time, this man met Nasruddin, he
would remind him of the event and how he saved him. After several times,
Nasruddin took him to the water, and jumped in. He stood with his head just
above the water, and shouted, "Now I am as wet as I would have been if you had
not saved me, so leave me alone!"